ads

د قوشتېپې کانال د سربند رغنیزې چارې ۵۵ فیصده پرمخ تللي دي.

د ملي پراختیا شرکت ساحوي انجینران وایي، د قوشتېپې کانال د سربند رغنیزې چارې به د روان کال ترپایه بشپړې او عملآ به له آمو سیند څخه کانال ته د اوبو راګرځولو لپاره ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

احمد الله ستانکزی
5 زمری 1403
د قوشتېپې کانال د سربند رغنیزې چارې ۵۵ فیصده پرمخ تللي دي.

د ملي پراختیا شرکت چارواکي خبر ورکوي، چې د قوشتېپې ستر اوبیز ملي کانال د سربند رغنیزې چارې ۵۵ فیصده پرمخ تللي دي.
تخنیکي او فني انجینران وایي، د یاد سربند چارې چې کابو یو کال وړاندې پیل شوې وې، دمګړی یې چارې په چټکۍ سره جریان لري او ټاکل شوې، چې د روان کال ترپایه پورې به بشپړې شي.
د قوشتېپې کانال ساحوي مسوول سید ذبیح الله میري وایي، دغه سربند ټولټال د اوبو ۱۴ کنټرولوونکې دروازې او یوه لویه کاسه لري او د چارو په بشپړېدو سره به یې هغه اندازه اوبه کانال ته راماتې شي، چې د آمو په سیند کې د افغانستان حق دی.
« د سربند چارې ۵۵ سلنه بشپړې شوي دي. یاد کانال د اوبو ۱۴ کنټرولي دروازې لري او په یوه دقیقه کې د ۶۵۰ متر مکعبه اوبو د اداره کولو او انتقالولو ظرفیت لري. د روان کانال تر پایه پورې به یې د سربند د جوړولو او د دویم فاز د کیندنې چارې پای ته ورسېږي.»
د قوشتېپې کانال د سربند په رغنیزو چارو افغان انجینران بوخت دي او تر ډېره بریده د جوړښت کاریدونکي توکي یې لکه، ګول سیخ او سمنټ د کورني تولیداتو څخه په کې کارول شوي دي.
افغان انجینران، محمد عسکر او حضرت عمر د چارو د لوړ کیفیت او ښه معیار خبره کوي او وایي، چې کاریدونکي مواد له لابراتوار او ټېسټ وروسته د سربند په جوړونه کې کارول کېږي.
« د انجینرانو له خوا وخت پروخت دلته خاوره، سمنټ، سیخ، ګچ او نور مواد لابراتوار کېږي او بیا په معیاري ډول ترې ګټه اخیستل کېږي.»
« اکثره مهم توکي لکه سیخ او سمنټ چې دلته ترې ګټه اخیستل کېږي له داخلي تولیداتو څخه دي او چارې په اساسي شکل جریان لري.»
څه موده وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ګواکې د قوشتېپې کانال د عملي چارو پر وړاندې امنیتي ننګونې موجود دي؛ خو امنیتي مسوولین بیا په سیمه کې عملآ ډاډ ورکوي، چې ددې کانال چارې خوندي او هېچاته یې د چارو د ودرېدو اجازه نه ورکوي.
د قوشتېپې کانال د ځانګړې امنیتي قطعې قومندان، عبدالودود په دې هکله وایي:
« ټولو خلکو ته ډاډ ورکوو، چې د کانال پر وړاندې هېڅ ډول خنډ او ځنډ نشته او دښمنانو ته ددې اجازه نه ورکوو، چې د قوشتېپې کانال ته کوم زیان ورسوي. دلته موږ شپه او ورځ ګزمې کوو او سیمه امن ده.»
د ملي پراختیا شرکت د مالوماتو له مخې، دمګړی د سربند په جوړولو او د دویم فاز په کیندنه ۳۲۰۰ بشري قوه او شاوخوا ۲۵۰۰ ماشینري بوخت دي.
د یادونې وړ ده، چې د قوشتېپې کانال د کیندنې لپاره نږدې ۳۷ میلیاره افغانۍ ځانګړې شوي، چې د کیندنې لګښت یې د سرپل ولایت د بلخاب د ډبرو سکرو د کان له عوایدو څخه ورکول کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA