ads

د پنجشېر سیند د اوبو پروژې سروې بشپړېدل؛ د اوبو او انرژۍ وزارت: ۲ میلیونه کسانو ته به د څښاک اوبه برابرې شي

د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وایي،کابل ته د پنجشېر سیند د اوبو د لېږد پروژې په عملي کېدو سره به په دغه ولایت کې ۲ میلیونه کسانو ته د څښاک اوبه برابرې شي.

کلید نیوز
4 زمری 1403
د پنجشېر سیند د اوبو پروژې سروې بشپړېدل؛ د اوبو او انرژۍ وزارت: ۲ میلیونه کسانو ته به د څښاک اوبه برابرې شي

کابل کې د ښاري اوبو رسوونې دولتي شرکت ویاند رحمت الله صارم وايي، د یادې پروژې په تطبیقولو سره به کابل کې د څښاک اوبو ستونزه تر ډېره حل شي.

نوموړی په دې اړه وايي:

«د دې پروژې په تطبیق سره به د کابل ښار اوسېدونکو د اوبو ستونزه تر ډېره حل شي. د څښاک اوبو د ستونزې حل په هدف مو له اوبو او انرژۍ وزارت سره د یو شمېر  نورو پروژو سروې هم شرېکه کړې تر څو منظوري یې وشي.»

د اوبو او انرژۍ وزارت مسؤولین وايي، کابل ته د پنجشېر سیند د اوبو د را لېږد پروژې سروې بشپړه شوې او د اسلامي امارت  د مشر له پرېکړې وروسته به د دغې سترې پروژې عملي چارې پیل شي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې یاده پروژه د پنجشېر له بازارک څخه د کابل تر تره خېلو پورې۲۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د ۱۷۰ میلیونه ډالرو په لګښت به د سرپرست حکومت لخوا پلې شي.

د یاد وزارت ویاند مطیع لله عابد په دې اړه وايي:

«کابل کې د اوبو دایمي حل په هدف د اوبو او انرژۍ وزرات درې لوی پلانونه لري چې لومړی پلان یې له پنجشېر څخه کابل ښار ته د اوبو انتقالولو پروژه ده او بله د شاتوت یا للندر بند او همدارنګه له شاه او عروس بند څخه کابل ته د اوبو د انتقال پروژې دي چې وزارت یې اوږد مهال لپاره په پلان کې لري.»

د اقتصاي چارو شنونکي هم د یادې پروژې د ژر عملي کېدو غوښتنه کوي او وايي چې دا ډول پروژې کولی شي د کابل د اوبو ستونزه تر یو حده حل او د ځمکې لاندې اوبو سطحه به هم لوړه شي.

د اقتصادي چارو شنونکی تاج محمد تلاش وايي هم یاده پروژه د اوبو د مدیریت لپاره یو نېک او اقتصادي ګام ګڼي او زیاتوي چې د دې پروژې په تطبیق سره به په کابل کې د پاکو اوبو ستونزه حل شي.

«زه په دې باور یم چې له یوې خوا به د اوبو مدیریت وشي او له بلې خوا به د کرنې برخه کې ښه والی راشي او کابل کې به د اړمنو کسانو اړتیا پوره شي. اسلامي امارت کولی شي چې د دې اوبو په بدل کې هر کور څخه ټکس یا مالیه تر لاسه کړي.»

د یادونې ده چې کابل د ګڼ نفوس او پرله‌پسې وچکالیو له کبله د اوبو له کمښت سره مخامخ دی او په ډېری سیمو کې یې خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA