ads

د سمنګان کروندګر: سږ کال مو د خټکیو حاصلات ښه؛ خو بازار یې کمرنګه دی

په سمنګان ولایت کې سږکال بزګرانو پخپلو کروندو کې په پراخه پیمانه خټکي کرلي؛ خو د خرڅلاو له کمرنګه بازار څخه یې اندېښنه لري.

احمد الله ستانکزی
4 زمری 1403
د سمنګان کروندګر: سږ کال مو د خټکیو حاصلات ښه؛ خو بازار یې کمرنګه دی

د دې ولایت کروندګر وایي، چې د تېر کال پرتله د خټکیو حاصلاتو کچه دوه برابره زیاته شوې؛ خو بیو ته په کتو یې خپل لګښتونه هم نه شي پوره کولای او زیاتوي، که د پېر او پلور اوسنی وضعیت دغه ډول دوام پیدا کړي؛ نو له سخت زیان سره به مخ شي.

کروندګر محمد آصف او الیاس وایي، چې حکومت دې په بهر هېوادونو کې د خټکیو د بازارموندنې لپاره زمینه برابره کړي؛ ترڅو په مناسبه بیه وپلورل شي.

« هر کال به ښه وو، یو پنځه روپۍ به یې جوړولې؛ خو سږکال هېڅ  بازار نشته دی. له حکومت نه غوښتنه کوو، چې زموږ خټکي دې بهر ملکونو ته صادر کړي، ځکه دلته یې خلک په ډېره کمه بیه اخلي او خپل مصارف نه پوره کوي.»

« په اوس وخت کې خټکي هېڅ پېر او پلور نه‌لري. د ورځې له‌خوا موږ دوه سراچې خټکي راوړو په ورځ کې لس یا شل خټکي ترې ایله خرڅ کړو.»

په ورته وخت کې سوداګر وایي، چې بهر هېوادونو ته محصولات په کمه اندازه انتقالېږي؛ خو د مېوو د فصل پرمهال د پاکستان له لوري په بندرونو کې د لوړې تعرفې اخیستل او ځنډول د تازه مېوو د بیو د راټیټېدو او خرابېدو لامل کېږي.

سوداګر مصطفی مومند کلید ته په دې هکله وایي:

« له بدمرغه په اوسني وخت کې پاکستان زموږ خټکیو ته د انتقال اجازه نه ورکوي، چې دا زموږ د کروندګرو لپاره یو ستر زیان او اقتصادي ضربه ده. د اسلامي امارت نه غوښتنه کوو، چې د پاکستان پر وړاندې بالمثل عمل وکړي. همداراز له نورو سوداګرو هم غوښتنه لرو، چې یوازې په پاکستان دې تکیه نه کوي، بلکې نورو هېوادونو ته دې مېوې صادرې کړي، ځکه هلته په لوړه بیه پلورل کېږي.»

بل پلو د سمنګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالمتین کریمي هم د کروندګر شته ستونزې مني او وایي، چې تل یې د بزګرانو ملاتړ او لاسنیوی کړی او په راتلونکي کې د همکارۍ ډاډ ورکوي.

« ستونزې به وي؛ خو د کرنې ریاست د کروندګرو د محصولاتو لپاره هڅه کوي، چې بازار موندنه ورته وکړي، ځکه غلې او مېوې وده وکړي او په ښه بیه وپلورل شي. له ملي سوداګرو او د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې له مسوولینو نه هم زموږ غوښتنه دا ده، چې افغاني محصولات راټول کړي او بهر هېوادونو ته یې صادر کړي، ځکه دا د دوی مسوولیت دی.»

د مالوماتو له مخې، په سمنګان ولایت کې په ۱۴ زره هکټاره ځمکه باندې خټکي کرل شوي او د اټکل مخې به شاوخوا ۸۰ ټنه د خټکیو حاصلات ترلاسه شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA