ads

د حماس غورځنګ د مقاومت او برحقې داعیې پر ملاتړ د اسلامي امارت ټینګار

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د اسلامي امارت او ملت له لوري د حماس غورځنګ د مقاومت او برحقې داعیې پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

نویسنده: Khalid Sahar
3 زمری 1403

امیر خان متقي د حماس غورځنګ د سياسي دفتر له مشر اسماعيل هنيه سره په ټيلیفوني اړيکه کې په غزه کې د وروستيو سياسي او جهادي انکشافاتو او سيمه‌ييزو مسايلو په اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي متقي په دې خبرو کې د حماس غورځنګ د مبارزې او سرښندنو ستاينه کړې او په جهادي مبارزه کې یې پر اتفاق او استقامت ټينګار کړی دی.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر همداراز د چین په بیجینګ کې د فلسطيني ډلو ترمنځ د خبرو اترو او اتفاق هرکلی کړی دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، هنیه دغه راز د فلسطين په تړاو او په ځانګړې توګه په غزه کې د وروستيو پېښو په اړه د اسلامي امارت او افغان ملت دریځ ستایلی او له اسراییل سره یې د وروستیو مذاکراتو په اړه معلومات شریک کړي دي.

د یادونې ده چې اسلامي تر دې وړاندې هم په غزه کې د اسراییل له لوري وحشیانه بریدونه غندلي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA