ads

ارزګان ته تازه راستانه شوي له حکومته د دوی ستونزو ته د پاملرنې غوښته کوي

ارزګان ولایت ته له پاکستانه تازه راستنې شوې کورنۍ له بېلابېلو ستونزو سر ټکوي او له مسوولینو غواړي چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

احسان‌الله ولسمل
2 زمری 1403
ارزګان ته تازه راستانه شوي له حکومته د دوی ستونزو ته د پاملرنې غوښته کوي

دوی وايي، سرپنا نه لري او دا مهال د خلکو په کرايي کورونو کې په ډېر بد وضعيت کې شپې او ورځې سبا کوي.

شایر خان چې تازه ارزګان ولایت ته راغلی، وايي په یوه کوټه کې ژوند کوي او دا ورته ‌ډېر سخته دي.

شايرخان:«په یوې کوټه کې اوسېږم، يوازې يوه کوټه ده، په وطن کې ګرځېدم، يو د لرګيو ځای مې جوړ کړ، په کې ځای پر ځای شوم، د يو کور ځاي راته پیدا شي چې مناسب وي، نور روزي په الله ج ده.»

یاد کډوال زیاتوي چې هېواد ته د دوی په راتګ سره د کورونو کرايې هم لوړې شوې او دوی یې وس نه لري.

دوی له مسوولینو غوښتنه کوي چې ارزګان ولایت د تازه راغلو کورنیو لپاره ښارګوتی جوړ کړي.

یو بل تازه راستون شوی اختر ګل کليد ته وويل:«کورونه مخکې په ۱۵۰۰ افغانۍ وو، اوس په ۲۰۰۰ افغانۍ نه پیدا کېږي، موږ ته وايي ووځئ، ځکه دلته نقشې راځي، د کورونو خاوندان يې ويجاړوي، غربت مو دی، هره څه مو په پاکستان کې پاتې شول، هوا ګرمه ده او ما د کور يخولو لپاره هېڅ نه دي پیدا کړي.»

په ورته وخت کې ارزګان ځايي مسولين بیا ډاډ ورکوي چې د یادو کډوالو ستونزو به رسېدنه وکړي.

د ارزګان ولايت د مقام مرستيال وياند اغا ولي انعام ژمنه کوي چې د موسساتو په مرسته به د کډوالو د سرپنا ستونزو د حل لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

«موږ مخکې هم د پاکستان څخه راغلو کډوالو ته په بېلابېلو برخو کې مرستې رسولي او په راتلونکي کې به هم په دې برخه کې هڅه وکړو چې د راغلو کډوالو د سرپنا ستونزه ورته  حل کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې ارزګان ولایت ته له پاکستان څخه راغلو لسګونه کډوالو ته د يوه نړيوال سازمان په مرسته د کار زمينه برابره شوه.

د یادونې ده چې تېره اوونۍ د کور او ښار جوړونې سرپرست وزیر حمدالله نعماني ویلي وو چې اسلامي امارت تازه راغلو کډوالو ته د استوګنې ځمکې ورکوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA