ads

په راتلونکو دوو ورځو کې د مس‌عینک کان د کېندنې چارې پیلېږي

د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي خبر ورکوي چې په راتلونکو دوو ورځو کې به د لوګر مس‌عینک کان استخراج یا د کېندنې عملي چارې پیل شي.

نویسنده: Khalid Sahar
2 زمری 1403
په راتلونکو دوو ورځو کې د مس‌عینک کان د کېندنې چارې پیلېږي

د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وایي، د دغې پروژې عملي چارې به د روانې اوونۍ په چهارشنبې په ورځ پیل او د هېواد په اقتصاد کې به یو رغنده رول لوبوي.

ددغه وزارت ویاند همایون افغان کلید ته وویل، د مس‌عینک کان په کېندنې کې به نږدې ۳زره هېوادوالو ته مستقیم او شاوخوا ۱۰زره نورو ته په غیرمستقیم کاري زمینې برابرې شي.

«له کلونو ځنډ وروسته د اسلامي امارت د پرله پسې هلوځلو د هېواد ستر اقتصادي پروژې مس عینک عملي چارې به سبا ۴شنبه په عملي توګه د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شي. د نړۍ په کچه د مسو د ستر کان عملي چارې به د هېواد ملي ګټو او د قراردادي کمپنیو د پخوانیو ژمنو سره سم پېلیږي. د دې پروژې له پیل سره به یو ستر اقتصادي تحرک را منځ ته شي.»

د اقتصادي چارو شنونکي بیا د مس‌عینک کان په هېواد کې یوه لویه او ملي پروژه بولي او وایي، د یاد کان په کېندنه کې باید معیاري کېدنې ته جدي پام وشي.

اقتصادي چارو شنونکی تاج محمد تلاش په دې اړه کلید ته وایي: « دا یوه ملي سرمایه ده باید احتیاط ورسره وشي. خاصه برنامه ورته پکار ده، ترڅو چې کار پېليږي او د افغانستان اقتصادي نظام، ترانزیټ، زراعت، ترانسپورت، انرژي، استخراج د کانونو په دې برخو کې ضرورت لرو چې قوي پانګونه وشي ترڅو د پانګونې په اساس تولید ته لاړ شو او تولید مو د بازار نیازمندي پوره کړي او صادراتو ته لاړ شو صادراتو کې کسر د تجارت بېرته منظم شي او موږ عادي او متحرک اقتصاد ته وګرځو»

بل لور ته یو شمېر هېوادوال بیا پر مس‌عینک کان د عملي چارو هرکلی کوي او هیله څرګندوي چې ددغه کان له کېندې سره به په هېواد کې شته اقتصادي ستونزې هوارې شي.

جاوید ودان د کابل ښار اوسېدونکی په دې اړه وایي: « دېر خوښ شوم چې د مس عینک د کان کار بیا پیلېږي دا ښه خبر دی له یوې خوا به خلکو ته د کار فرصت برابر شي او له بلې خوا به د هېواد د اقتصاد رشد ته ښه ګام دی؛ هیله مند یم چې دغسې کارونه زیات شي په راتلونکي کې د هېواد د ابادې لپاره.»

د لوګر ولایت اوسیدونکی جمیل بیا کلید ته وویل:« خوښ یم چې د ۱۵ کلونو ځنډ وروسته په لوګر کې د مس عینک کار عملي پیلېږي دې سره به ګڼو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي او دا یوه ملي پروژه ده. له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوو چې ددغه ډول پروژو په پلي کېدو کې هلې ځلې وکړي.»

د نړیوالو شمېرو له‌مخې ددغه کان ټول ارزښت ۵۰ میلیارده امریکایي ډالره ښودل شوی دی.

شمېرې ښیي، که دغه لوی د مس‌عینکو کان وکېندل شي، نو په کلنۍ ډول به افغانستان ته هر کال ۳۵۰ میلیونه امریکایي ډالره عواید راشي.

د مس عینک کان د کابل جنوب لوېدیځ ته په ۴۰ کیلومترۍ کې په لوګر ولایت کې موقعیت لري.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې د افغانستان د وخت حکومت چې مشري یې حامد کرزي کوله؛ د مس عینک کان د کېندنې تړون د چین له «ام‌سي‌سي» شرکت سره د ۲،۹ میلیارده ډالرو په ارزښت لاسلیک کړی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA