ads

په غزه کې د مړو ماشومانو د زېږون زیاتوالی

ملګرو ملتونو په غزه کې د مړو ماشومانو د زېږون زیاتوالي او د لوږې له امله د نویو زیږېدلو ماشومانو د وزن کموالی خبر ورکړی دی.

نویسنده: Khalid Sahar
1 زمری 1403
په غزه کې د مړو ماشومانو د زېږون زیاتوالی

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په یوه راپور کې ويلي چې په غزه کې خوارځواکي د امیندوارو مېرمنو او نویو زیږېدلو ماشومانو پر وړاندې ستر ګواښ دی او د مړو زېږون کچه، د وزن کمېدل او د ماشومانو وده په ټپه ولاړ دي.

راپور کې ویل شوي چې په غزه کې د کم وزن لرونکو ماشومانو زېږون په چټکۍ سره د زیاتېدو په حال کې دی.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دا د دوی د ژوند ژغورلو لپاره د حل لاره ده.

بلخوا په غزه کې د فلسطیني حکومت د رسنیو دفتر ویلي چې ۳۴ ماشومان د قحطۍ او لوږې له امله مړه شوي او ۳ زره ۵۰۰ ماشومان د خوارځواکۍ او د خوړو د نشتوالي له امله د مړینې له ګواښ سره مخ دي.

تېره میاشت د روغتیا نړیوال سازمان ویلي وو چې په غزه کې د اسرائیل بریدونو تر ۸۰۰۰ ډېر ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ کړي دي.

د فلسطین روغتیا وزارت د تازه شمېرو له مخې، په غزه کې د اسراییلو په بریدونه کې تر اوسه ۳۸زره ۹۸۳ تنه مړه شوي او ۸۹زره ۷۲۷ نور ټپیان دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA