په دې کتنه کې د پخواني حکومت د متقاعدينو اتحاديې مشر جنرال شعور ګل پښتون د نورو په استازولۍ وویل، دا لومړى ځل دى چې په هېواد کې اسلامي شريعت نافذ شوى او په عام محضر کې ممانعتونه لغوه شوي دي.
د هغه په وينا، پخواني جنرالان او د نظر خاوندان به د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکايتونو اورېدلو له وزارت سره همکار وي.
دوی د خپلو اقتصادي ستونزو په اړه هم خبرې وکړې او د تقاعد د نه ورکړې په اړه یې خپل وړاندیزونه د امر بالمعروف سرپرست وزیر ته وړاندې کړل.
په دې کتنه کې د امر بالمعروف سرپرست وزیر له حکومت سره په بېلابېلو برخو کې د دوی له همکاریو څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل:
د یادونې ده چې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د نظامي او ملکي مامورینو د تقاعد معاشونه نه دي ورکول شوي.
د روان کال د سلواغې په میاشت کې د اسلامي امارت مشر حکم وکړ چې د دولت د ملکي او نظامي کارکوونکو له معاشونو څخه د تقاعد په توګه هېڅ ډول پیسې نه اخستل کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ