ads

په افغانستان کې د روغتیا له برخې سره د نړیوالو ادارو د دوامدارې همکارۍ ژمنه

د عامې روغتیا سرپرست وزیر مولوي نور جلال جلالي تېره ورځ (شنبه د چنګاښ ۳۰مه) د یوه پلاوي په مشرۍ سوېس ته سفر کړی دی.

نویسنده: Khalid Sahar
31 چنګاښ 1403
په افغانستان کې د روغتیا له برخې سره د نړیوالو ادارو د دوامدارې همکارۍ ژمنه

د یاد وزارت له لوري په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې یاد پلاوي د روغتیا نړیوال سازمان له عمومي مشر ډاکټر ټیډروس سره د لیدنې سربېره، د بېلابېلو نړیوالو ادارو په غونډو کې ګډون کړی دی.

په خبر پاڼه کې راغلي چې سرپرست وزیر د همکارو ادارو له مسولینو سره په افغانستان کې د ساري ناروغیو پر کنټرول، د پولیو ناروغۍ په له منځه‌ وړولو، د روغتیايي خدماتو پر پراختیا او معیاري کېدو خبرې کړې دي.

ورته مهال د نړیوالو ادارو مسوولینو د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره د دوامدارې همکارۍ ژمنه کړې.

عامې روغتیا وزارت ډاډ ورکړی چې هېوادوالو ته د معیاري او عادلانه روغتیايي خدمات د وړاندې کولو هڅې کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA