په افغانستان کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف ټاس خبري آژانس ته ویلي چې د تېلو د تولید په برخه کې د مسکو او کابل ترمنځ همکاري په پراخېدو ده.
نوموړي ویلي، دوه اړخیزه سوداګري اوس څو چنده زیاته شوې او هغه هم تر ډېره بریده په دې خاطر چې روسیې افغانستان ته د غنمو، اوړو او غوړیو او د تېلو په ګډون د ځینو توکو صادرات زیات کړي دي.
د روسیې سفیر همدارنګه وویل چې د افغانستان کام ایر خصوصي هوایي شرکت لېوالتیا ښودلې چې له کابل څخه مسکو ته مستقیمې الوتنې پیل کړي او زیاته یې کړه چې د اړتیا په صورت کې به روسیه ورسره مرسته وکړي.
د ژیرنوف په وینا، روسیه یو له هغو محدودو هېوادونو څخه ده چې د افغانستان د آریانا هوایي شرکت ته یې اجازه ورکړې چې په اوونۍ کې یو ځل د مسکو او کابل ترمنځ الوتنې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې یو شمېر روسي پانګه والو په پنجشیر کې پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودې وه.