ads

په سمنګان کې د بې ‌روزګارۍ د مخنیوي په موخه، لسګونه ځوانانو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره شوې

ه سمنګان ولایت کې د بې کارۍ او بې وزلۍ د مخنیوي لپاره، د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري ۷۵ تنه ځوانانو ته د حرفوي او مسلکي زده کړو زمینه برابره شوې ده.

نویسنده: Khalid Sahar
25 چنګاښ 1403
په سمنګان کې د بې ‌روزګارۍ د مخنیوي په موخه، لسګونه ځوانانو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره شوې

په سمنګان ولایت کې د بې کارۍ او بې وزلۍ د مخنیوي لپاره، د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري ۷۵ تنه ځوانانو ته د حرفوي او مسلکي زده کړو زمینه برابره شوې ده.

ځایي مسوولین وایي، دا مهال په حرفوي زده کړو زیاتره هغه ځوانان بوخت دي، چې تر دې وړاندې دوی هېڅ ډول کوم مسلک او کاروبار نه درلود او په خبره یې، پخوا د دوی ترمنځ یو شمېر ځوانانو داسې هوډ او انګېزه لرله، چې د کار موندنې لپاره بهر هېوادونو ته په قاچاقي لارو ولاړ شي.

د سمنګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست آمر محمد عیسی مظهر وایي، د شپږ میاشتنۍ دورې ثبت شویو ځوانانو ته د خیاطۍ، مستري توب او د فرنیچر جوړولو په برخو کې عملي زده کړې ورکول کېږي او تر فراغت وروسته ورته په وړیا ډول د حکومت له‌ خوا د اړتیا وړ کاري وسایل هم وېشل کېږي.

« هرکال د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري، د بېکاره ځوانانو د روزنې لپاره ځانګړې بودجه تصویب او ټاکل کېږي. د سمنګان د کار ریاست له لوري په درېیو برخو خیاطۍ، موټرسایکل جوړولو او فرنیچر په برخو کې ۷۵ کسانو ته زده کړې ورکول کېږي.»

هغو ځوانانو ته چې د سمنګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست له‌خوا په بېلابېلو برخو کې کاري فرصتونه برابر شوي خوښ دي او له نورو ځوانانو غوښتنه کوي، چې د ټکنالوژۍ په اوسني عصر کې مهارتونه زده کړي، ترڅو راتلونکې یې روښانه وي.

له حرفوي زده کړو برخمن سلیم او نورآغا په دې هکله وایي:

 « د کار او ټولنیزو چارو ریاست له مسوولینو نه ډېر زیات خوشاله یو، چې موږ ته یوه حرفه او کار را زده کوي. له ځوانانو څځه هیله کوو، چې هره برخه کې کار کوئ، نهایت ډېره هڅه دې وکړي، ترڅو د ځان لپاره ویاړ راوړي او له همدې لارې څخه خپلې کورنۍ ته حلاله روزي وګټي.»

« خوښ یو، چې کسب وکار زده کوو او ټولنې ته به خدمت کوو. له ځوانانو غوښتنه کوو، چې یو کار دې وکړي او یو څه دې زده کړي، ځکه راتلونکی یې ورسره جوړېږي.»

بلخوا د سمنګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس فیض محمد ریحان د ځوان کهول د ملاتړ او هڅونې خبره کوي او وایي، چې پلان لري روان کال د حرفوي زده کړو په بېلابېلو برخو کې تر سل تنه پورې ځوانان جذب او ثبت کړي.

 « موږ تل هڅه کړې او کوو یې، چې ځوانانو ته د کار زمینې برابرې کړو. په دغه زده کړه‌ییزه دوره کې دوی ته د کار وسایل او یو اندازه نغدې پیسې هم ورکول کېږي، ترڅو په پای کې دوی د یو کسب مخته وړلو لپاره ځان ته یو دوکان جوړ کړي.»

‎دا په داسې حال کې ده، چې په کور دننه ګڼ شمېر ځوانان د فقر او بې روزګارۍ له امله پر بېلابېلو رواني ناروغیو اخته شوي.

غوښتنې دا دي، چې په رغنیزو پروژو او دولتي ادارو کې دې ځوانان په کار شي، ترڅو له رامنځته شوي حالت څخه راووځي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA