د اسلامي امارت مشرتابه شېخ هبتالله اخندزاده تېره ورځ په کندهار کې له امنیتي ارګانونو سره غونډه کړې ده.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په دې غونډه کې د ملي دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني او د استخباراتو عمومي رئیس عبدالحق وثیق ګډون درلود.
مجاهد وايي چې په دې غونډه کې د امنیتي ادارو مسؤلینو د خپلو اړوندو ادارو د پرمختګونو په اړه توضیحات ورکړل.
نوموړی زیاتوي چې د اسلامي امارت مشر د دوی هڅې وستایلې او په بېلابېلو برخو کې یې ورته سپارښتنې وکړې.
د مجاهد په خبره، په دې غونډه کې د امنيتي ادارو پر ستونزو خبرې وشوې او د اسلامي امارت رهبري پلاوي يې د حل په موخه لازم هدایات وکړل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ