ads

 د پنجشېر لویه لار د ټرافیکو پر مخ تړل شوې 

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس نصرالله ملکزاده وایي، د سېلابونو له امله د دغه ولایت لویه لاره د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.

نویسنده: Azizi
25 چنګاښ 1403

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس نصرالله ملکزاده وایي، د سېلابونو له امله د دغه ولایت لویه لاره د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.

ملکزاده وایي، دغه لاره تېره شپه د دغه ولايت په «دالان سنګ» سيمه کې د ټرافيکو پر مخ تړل شوې ده.

نوموړی زیاتوي چې د لارې د خلاصولو هڅې روانې دي.

تر اوسه د دغو سېلابونو له امله د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات نه دي ور کړل شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA