ads

د امریکا پخوانی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ له یوه وسله‌وال بریده ژوندی وتلی

امریکا د جمهوري ریاست ټاکنو نوماند او پخوانی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ له یوه وسله‌وال برید څخه ژوندی وتلی دی.

نویسنده: Azizi
24 چنګاښ 1403
د امریکا پخوانی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ له یوه وسله‌وال بریده ژوندی وتلی

د امریکا د جمهوري ریاست ټاکنو نوماند او پخوانی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ له یوه وسله‌وال برید څخه ژوندی وتلی دی.

سي اېن اېن راپور ورکړی ټرمپ په پېنسلوانیا کې په یوه ټاکنیزه غونډ‌ه کې وینا کوله چې یوه وسله‌وال بریدګر پرې ډزې وکړې.

د راپور له مخې، ټرمپ له ډزو وروسته پر ځمکه لوېدلی؛ خو امنیتي ځواکونو سمدستي د پېښې له ځایه ویستی دی.

له برید وروسته په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې د ښاغلي ټرمپ مخ په وینو لړلی دی.

امریکايي پولیسو سي اېن اېن ته ویلي چې مشکوک بریدګر له پولیسو سره له نښتې وروسته وژل شوی دی.

پولیسو زیاته کړې چې ټرمپ خوندي دی او د هغه د ساتنې لپاره لازم تدابیر نیول شوي دي.

د امریکا جمهور رئیس جوبایډن ویلي چې دی له پېښې خبر دی او په وینا یې په امریکا کې د تاوتریخوالي لپاره ځای نشته.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA