ads

په غزه کې د مرستندویه کارکوونکو لخوا له نړېدلو ودانیو د ۶۰ کسانو را ایستل

په غزې تړانګه کې مرستندویو کارکوونکو له نړېدلو ودانیو د لسګونو هغو کسانو مړي را ایستلي چې تېره اوونۍ د اسراییلو په بریدونو کې شهیدان شوي وو.

نویسنده: Azizi
23 چنګاښ 1403
په غزه کې د مرستندویه کارکوونکو لخوا له نړېدلو ودانیو د ۶۰ کسانو را ایستل

دغه ودانۍ د غزې په تل الحوا او صنعا کې دي چې اسراییلي ځواکونه د څو ورځو له بمباریو وروسته ورڅخه وتلي دي.
د غزې د مدني دفاع د بنسټ مشر محمود بسال ویلي چې تر اوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۶۰ تنه شهیدان موندل شوي دي.
د هغه په وینا، په ځینو کورونو کې، د کورنۍ ټول غړي د حملو او بمباریو له کبله شهیدان شوي دي.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې شاوخوا ۳۰۰زره کسان ښايي لا هم د غزې په شمال کې پاتې وي.
د غزې روغتیا وزارت وايي، تر اوسه څه باندې ۳۸زره کسان چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي، د نهه میاشتنۍ جګړې پر مهال شهیدان شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA