ads

په دولتي زیږنتونونو کې د ناروغانو ستونزې

د کابل ښار د دولتي زېږنتونونو یو شمېر ناروغان په دې زېږنتونونو کې د ښه امکاناتو له نه شتون څخه شکایت کوي.

وژمه پیام
23 چنګاښ 1403
په دولتي زیږنتونونو کې د ناروغانو ستونزې

دوی وايي، د رابعې بلخې او استقلال زېږنتونونونه دولتي دي او باید د روغتون د ننه ټول امکانات لکه دوا، د عملیات توکې او د ناروغانو د پایوازانو لپاره د ځای زمینه برابره وي خو سره له دې دوی زیاتوي چې یاد خدمات په دې زېږنتونونو کې په نشت حساب دي او ناروغ اړ دی چې دا ټول لګښت خپله پرې کړي.
عالیه چې یوه له دغو ناروغانو څخه ده په دې اړه وايي.
« زه ناروغه وم کله چې مې دولتي روغتون ته مراجعه وکړه هیڅ دوا هلته نه وه ما ته يې نسخه راکړه دوا مې له باندې نه واخیستله او تر څنګ يې ناروغانو ته هم سمه پاملرنه نه کېږي.»
زرمینه هم له ورته ستونزې سر ټکوي نوموړې وايي، جې څو ورځې مخکې یې په ملالۍ زېږنتونو کې ناروغ درلود، د دوا امکانات په خپله روغتونو کې نه وه او د ناروغانو د پایوازانو لپاره هم د ناستې ځای نه وه ، خو نوموړې بیا د دولتي زېږنتونونو د ډاکټرانو هڅې ستايې او وايي چې ځینې وخت شخصي روغتونونه د ناروغ له درملنې عاجز شي او بیا یې دولتي روغتونونو ته استوي:
« موږ خپل ناروغ دوه شخصي روغتونونو ته یوړ خو هغوی ځواب کړو خو کله مو چې ملالې زېږنتونو ته راوړ ناروغ مو دوی ډېر ښه عملیات وکړ خو دې دوا او نورو برخو کې مشکلات هم لري نو له دولت څخه مو غوښتنه ده چې په دې برخه کې پاملرنه وکړي.»
په ورته وخت کې د ملالۍ زېږنتون ډاکټره نجوا فضل په دې اړه وايي، پر دولتي زېږنتونونه سره له دې چې د نارغانو ډېره ګڼه ګوڼه ده ، خو ستندرد صحي وسایل نه لري او تر څنګ يې په روغتونو کې شته وسایل ډېر زاړه دي او کلونه کلونه کېږي چې له دغو وسایلو څخه کار اخیستل کېږي چې دغو وسایلو خپل کیفیت له لاسه ورکړي.
« د دولتي روغتونونو د سیټې سکن او امارای ماشینونه ډېر خیره او په ټیټ کیفیت تصویر اخلې د هغو ماشینونو په پرتله چې هغه په شخصي روغتونونو کې دي او د دې تر څنګ د دوا او انټېبیوټک له سخت کمښت سره مخ یو او ډېری خلک اقتصادي ستونزې لری او روغتون هم هغه امکانات چې پخوا يې درلودل اوس نه لري چې دا یوه ستونزه ده.»
بلخوا د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، په کابل کې د داډول روغتونونو د وړتیا لوړولو لپاره ډېر کار شوی او زیاتوي چې د دوی صحي پرسونل ډېر شوي وسایل ورکړل شوي او لا هم کار کوي چې څنګه وکولای شی د مور او ماشوم لپاره معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان په دې اړه وايي.
« په لومړي ځل په دغو تخصصي روغتونونو کې لابراسکوپې عملیاتونه پیل شوي دي او د پخوا پرتله درمل خپله روغتون کې ورکول کېږي او هغه څه چې اړین دي په دې دوه کالو کې پرې کار شوی ، ځينې ستونزې چې شته پر هغو موږ کار کوو او غواړو چې د مور او ماشوم د روغتیا لپاره ځانګړې پاملرنه وکړو.»
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر هېوادوال د ناوړه اقتصادي وضعیت له کبله خپل ولادي ناروغان شخصي روغتونونو ته نه شي بېولی او اړ دي چې خپل دا ډول ناروغان دولتي روغتونونو ته ورسوي ، دوی په دې برخه کې د عامې روغتیا ورازت د پاملرنې غوښتنه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA