ads

د پاکستان لخوا د افغان سوداګرو د ۳۰۰ لاریو درول

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي، چې شاوخوا ۳۰۰ لارۍ چې د افغانستان مېوه او سبزیجات لېږدوي، له پاکستان سره پر پوله د موقتي داخلېدو د اسنادو د نشتوالي له امله درول شوي دي.

نویسنده: Azizi
23 چنګاښ 1403
د پاکستان لخوا د افغان سوداګرو د ۳۰۰ لاریو درول

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي، پاکستان د موقتي اسنادو د نشتوالي له امله د افغاني میوو او سبزیجاتو شاوخوا ۳۰۰ لارۍ له پاکستان سره پر پولو درولي دي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د دغه سفارت یوه پلاوي د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د بهرنۍ سوداګرۍ له مشرې ماریا کازي سره په لیدنه کې له دغه هېواده غوښتي چې یادو موټرو ته د تګ اجازه ورکړي.
له بلې خوا دغه پلاوي د افغانستان پر صادراتي توکو د لوړو مالیاتو د لګولو په اړه اندېښنه ښودلې او دغه اقدام یې د افغان بزګرانو او د پاکستان د کورني بازار لپاره زیان اړوونکی بللی دی.
یو شمېر اقتصادي او سیاسي کارپوهان د پاکستان له لوري د افغاني میوو او سبزیو د لېږدونکو موټرو درول د قوانینو او ښه ګاونډیتوب خلاف عمل بولي.
د اقتصادي چارو شنونکی نصیر رنجبر وايي، پاکستان هر کال په افغانستان کې د کرنیزو محصولاتو د راټولولو پر مهال په بېلابېلو پلمو لارې بندوي.
نوموړی ټینګار کوي، چې افغان حکومت باید د مېوو او سبزیجاتو د صادرولو لپاره بدیلې لارې ولټوي.
: “موږ باید پر اسلام اباد د فشار راوړلو لپاره داسې لارې ولرو چې پاکستان له داسې غیر عادلانه کړنو لاس واخلي، موږ باید نه یوازې پاکستان خپل د مېوو او سبزیو بازار جوړ کړو، بلکې د هند په څېر نورو هېوادونو ته هم باید بدیلې لارې ولرو.”
له بلې خوا د سیاسي چارو کارپوه روح الله هوتک د پاکستان دغه کړنه پر اسلامي امارت د سیاسي فشار راوستلو هڅه ګڼي.
: “اسلام اباد کله په هغه هیواد کې پر افغان مهاجرینو فشار راوړي او کله هم د میوو او سبزیجاتو د لاریو د تګ راتګ په بندولو سره غواړي پر امارت فشار راوړي ترڅو خپلو سیاسي موخو ته ورسیږي.”
ومو غوښتل چې په دې اړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت نظر هم واخلو، خو له پرله پسې هڅو سره سره بریالي نه شوو.
باید وویل شي، چې پاکستان د افغانستان یو له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه دی.
د نړیوال بانک د راپور له مخې تېر کال د افغانستان ۴۵ فیصده تولیدات پاکستان ته صادرشوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA