ads

خوست او د ګورګورو ځانګړی موسم

د خوست ولایت په ځنګلونو کې ګورګورې زیاتې ونې لري چې، د دې میوې په رسیدو سره د لیرې اطرافي سیمو خلک ډلې ډلې د غرونو لمنو ته د خوراک لپاره ورځي.

بصیر یاد
23 چنګاښ 1403
خوست او د ګورګورو ځانګړی موسم

د خوست په غرنیزو سیمو کې ګورګورې یوه خوندوره میوه ده چې، په اوړي کې حاصل ورکوي او خلک ډلې ډلې د دې میوې د خوراک لپاره د غرونو لمنو ته ځي.
ګورګورې هسې هم خوږې وي خو چې له خوږو ملګرو سره يو ځای يې د اغزو له ډکو ونو راټولوې، نو دا خوند د ډېرو کمو او بختورو په نصيب وي.
د خوست اوسیدونکي روف او جاوید د ګربزو غرونو ته د ګورګور دخوراک لپاره راغلي او داسې وايي:
«له ډېر پخوا څخه خلک غرونو ته ځي په کورنو کې ماشومان او ښځينه ټول غواړي چې، ګورګورو ته لاړ شي. موږ هم نن ورځ راغلو شاید خولې مو اوس هم تورې وي ګورګورې مو خوړلي دي.»
«دا د ګورګورو موسم دی په دې وخت کې ډېر خلک راځي، منظرې ته هم راځي ښه یخ ځای دی ګورګورې هم وخوري او ښه سیل هم وکړي.»
د خوست اوسیدونکی سلیمان ګورګورې خرڅوي او وايي، زیات خلک ګورګورې اخلي او په خبره یې چې، ځینې یې خپلو مسافرو ته نورو هېوادونو ته هم ورلېږي:
«د ورځې څلور پنځه زره افغانۍ سودا کېږي، زموږ دغه ټپري په ګورګورو مشهوره ده. ډېر خلک یې کابل او نورو ځایونو ته وړي او وچې ګورګورې بیا خلک سعودي او دوبۍ ته لېږي.»
ګورګورې د ولسي ادبیاتو سربیره د پښتو ادب په شعر او شاعرۍ کې هم ذکر شوي او د فرهنګیانو په باور دا میوه په پښتو ادب کې ځانګړی ځای لري.
لیکوال او ژورنالېست نورا جان بهیر وايي، ګورګورې د خوست د خلکو په کلتور او فرهنګ کې هم جوته ونډه لري او د ګورګورو راټولول او خوراک د دوی د دودونو او عادتونو برخه جوړه شوې ده:
«زموږ په ولسي ادبیاتو کې هم د ګورګورو ذکر راغلی دی په سندرو، ټپو او سروکو کې یوه عامه ټپه ده، خدایه ګورګورې تورې مه کړې جینکۍ سرې شونډې ورځي تورې راوړينه. د دې ترڅنګ زموږ په دیواني ادب یا اوسني عصري ادب کې هم د ګورګورې ذکر شته، بیا ستا د سترګو یاد را او وریده بیا په ګورګورو پسې غره ته ځمه او د کاروان صیب یو مشهور بیت دی، تورو سترګو ته دې غلی غلی ګورم غرنی یمه ګورګورې مې خوراک دي نو ګورګورې نه یوازې یوه غرنۍ میوه ده بلکې د دې تر شا یو کلتور او فرهنګ دی.»
که څه هم ګورګورې د خلکو د خوښې وړ میوه ده او په پښتو ادب کې هم مهم رول لري خو د اړونده ادارو له لوري تراوسه د ګورګورو ونو ته کومه خاصه پاملرنه نه ده شوې او خلک غوښتنه کوي چې، مسوولین دې دغه ځنکلونه نوره هم پراخه کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA