ads

ارزګان ته له پاکستان څخه د راغلو کډوالو لپاره د کار موندنې هڅې

په ارزګان ولايت کې د ناوري د کډوالو شورا په مالي ملاتړ او د ترينکوټ ښاروالۍ رياست په تخنيکي همکاري د هغوي کډوالولپاره د کار موندنې هڅې پيل شوي چې تازه له پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.

احسان الله ولسمل
23 چنګاښ 1403
ارزګان ته له  پاکستان څخه د راغلو کډوالو لپاره د کار موندنې هڅې

د ناوري د کډوالو شورا « NRC» په مالي ملاتړ او د ترينکوټ ښاروالۍ په تخنيکي همکاری په ارزګان ولايت کې لسګونه هغوکسانو ته د کار زمينه برابره شوې چې له پاکستان څخه په جبري ډول را ايستل شوي او دامهال په ارزګان کې ميشت دي.
د ترينکوټ ښاروال مولوي عبدالرشيد هدايت الله وايي چې د کارموندنې په لومړي پړاو کې به ۴۰ هغه کورنيو ته د کار کولو په هدف غرفې ورکړي چې له پاکستان څخه راغلي وي او دلته له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
نوموړی وايي:«چې کله د پاکستان څخه مهاجرين په زور رايستل کيدل موږ موسساتو ته وويل چې داسې يوه پروژه دلته عملي کړي چې راغلو ګډوالو ته د کار زمينه برابره شي هغوی دغه ۴۰ غرفي راکړې او دلته به يې کډوالو ته ورکړو.»
په ورته وخت کې هغه افغان کډوال چې له پاکستان څخه افغانستان ته په جبري ډول راشړل شوي دي د کار زمينې برابريدو له امله خوښ دي خو وايي چې ډيرې اقتصادي ستونزې لري او دغه غرفې نه شي کولای چې د دوی اړتياوې پوره کړي.
له پاکستان څخه ارزګان ولايت ته دوه تنه راغلو کډوالو ميرويس او سيدجلال کليد ته وويل:
ميرويس:«ددغه موسیساتو څخه مننه کوو او د نظام څخه مننه کوو د بل ملک ته چې هره څومره خدمت وکړو بیا به هم ستړي يو په خپل ملک کې به خدمت کوو او ژوند به جوړه وه.»
سيدجلال:«موسیسي موږ ته غرفي راکړي الله ج دي موږ ته توان راکړي چې يو سودا پکښي وکړو او خپل ژوند برابرکړو ټول دوبۍ تير شوو ما خپل کور ته نه کولر نه پنکه او نه هم بريښنا پیدا کړل.»
دارزګان ولايت د اقتصاد رياست مسولين بیا ژمنه کوي چې له پاکستان څخه ارزګان ته د راغلو کډوالو ستونزو ته به رسيدنه کوي.
ددغه رياست مرستيال حميدالله اغا د غير دولتي موسساتو څخه هم غوښتنه کوي چې له خلکو سره دې د لنډمهاله مرستو پر ځای هغوی ته بنسټيزې پروژې پلې کړي.
حميدالله اغا:«که داسي يو پروژه راغلل چې د مهاجرينو کمزورو کارونو ته يې وده ورکول موږ به حتمن تاسو ورته معريفي کوو موږ په بار بار د موسیساتو څخه غوښتنه کوو چې دلته بنسټيز کارونه وکړي او اساسي د خلکو ستونزې حل کړي.»
داپه داسې حال کې ده چې تردې مخکې ارزګان ولايت ته له پاکستان څخه راغلو کډوالو د کليد راډيو سره په خبرو کې د دولت څخه دوی ته د پاملرنې غوښتنې کړې وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA