ads

د ګیله من وزیر وژنه او د پښتون ژغورنې غورځنګ سخت غبرګون

ټاکل شوې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د جګپوړي غړي ګیله من وزیر جنازه نن جمعه په شمالي وزیرستان کې په خپلې پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

نویسنده: Azizi
22 چنګاښ 1403
د ګیله من وزیر وژنه او د پښتون ژغورنې غورځنګ سخت غبرګون

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون د دغه غورځنګ د مرکزي شورا غړی او مخکښ فعال ګیله من وزیر له مړینې وروسته د هغه د مړینې خبر اعلان کړ.
په ګیله من وزیر باندې څو ورځې مخکې په اسلام اباد کې برید وشو.
منظور پښتین ویلي چې برید د ازاد داوړ په نوم کس او د هغه ملګرو کړی او ګیله من یې دومره په سر وهلی و چې د هغه علاج نا ممکن حد ته رسېدلی وو.
منظور پښتین د اسلام اباد په (پمز) روغتون کې خبر یالانو ته وویل چې ګیله من له تېرو شاوخوا درېیو ورځو راهېسې په دغه روغتون کې بستر و.
پښتین وویل چې دوی په پاکستان کې دننه او د پاکستان څخه د باندې له یو شمېر ډاکټرانو سره تماسونه ونیول او هڅه یې وکړه چې د ګیله من علاج وشي، خو نتیجه یې ورنه کړه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ګیلمن خپل نږدې ملګری او د یاد تحریک باوري کس بللی دی.
(( ګیله من یو غیرتي انسان وو ، د غیرت ژوند یې تېر کړ او زما د نږې ملګرو څخه وو ، هغه ملګری چې سخت ورباندې باوري وم ))
د ګیله من جنازه له اسلام اباده پېښور، او له هغه ځایه د بنو او وزیرستان پر لور روانه شوه، په لارو کې ځای ځای د ګیلمن د جنازې لیدو ته خلک راټول وو او د غورځنګ مشر منظور پښتون د دغې وژنې تر شا خلکو ته په خطاب ځینې خبرې هم کولې، نوموړی داسې ښکاري چې نور د عدم تشدد له مبارزې ستړی دی او د بدیلو لارو پر غوره کولو غور کوي:
((دا خاوره په سوال او مهنتونو نه جوړیږي ، دا به د خپلو مټو په زور ګټو ، زه په نږدې وخت کې پښتانه را ټولوم ، دوی سل ځله ګذارونه وکړل ، خو د پښتون یو ګذار به وویني، له رب نه بغیر به نه له چا ووېرېږم او نه به چا ته سر ټيټ کړم ، جنرالانو ته په واضیح ډول وایو چې له ټانکونو ، جهازونو او اټوم څخه دې نه ویرېږو ))
د ګیله من وزیر پر مړینه د خواله رسنیو له لارې هم د نړۍ په لر او بر کې ګڼ شمېر خلکو، مدني فعالانو، سیاسیونو او مشهورو شخصیتونو سخته خواشیني څرګنده کړې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وویل، د ګیله من جنازه به د پېښور او بنو له لارې وزیرستان ته ولېږدول شي او د جمعې په ورځ به هلته په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.
د یادونې ده چې پر ګیله من وزیر دا مرګونی برید تېره یکشنبه د یوه ډله کسانو لخوا د اسلام اباد په بي-۱۷ سیمه کې داسې مهال شوی و، چې یو بل ملګری هم ورسره و.
د پي‌ټي‌ایم مشر او د ګیله من ملګرو په دغه برید کې د ښکېلتیا په تور د ځینو کسانو نومونه هم اخیستي، خو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.
پولیسو ویلي، چې په دې پېښه کې د تورنو شویو کسانو لټون روان دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA