ads

د سعودي عربستان له سفیرسره د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر لیدنه

د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د افغانستان لپاره د سعودي عربستان له سفیر سره وکتل .

نویسنده: Azizi
22 چنګاښ 1403
د سعودي عربستان له سفیرسره د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر لیدنه

د یاد وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل په خپله ایکس پانه لیکلي چې په دې کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو بحث او خبرې وشوې.
د سعودي سفیر له افغانستان سره د خپل هېواد د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې په پراخېدو دي.
د راپورونو له مخې د سعودي عربستان ډیپلوماتان د ۲۰۲۳کال په فبرورۍ کې د امنیتي دلایلو له امله له کابل څخه وتلي وو.
هغه مهال جاسم بن محمد الخالدي په کابل کې سفیر و چې اوس یې فیصل بن طلق البقمي ځای ناستی ټاکل شوی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA