د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د یوناما له مشرې روزا اوتنبایوا سره په کتنه کې هیله څرګنده کړه چې د دوحې له غونډې وروسته به د بدیل معشیت، مالي او بانکي محدودیتونو په برخه کې پرمختګ وشي.
په دې کتنه کې د یوناما مشرې وویل چې د دوحې د درېیمې ناستې د بحثونو د تعقیب په هدف باید د افغانستان له اړوندو څانګو سره په ګډه کار وشي او په کابل کې له دیپلوماتیکو سرچینو سره د پوهاوي غونډې هم جوړې شي.
د یادونې، چې د دوحې درېیمه ناسته د روان کال د جون له ۳۰مې د جولای تر لومړۍ نېټې د شاوخوا ۳۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې چې د اسلامي امارت د مشرتابه پلاوي هم حضور درلود، د افغانستان په مالي او بانکي مسایلو او له نشه يي توکو سره د مبارزې په اړه خبرې شوې وې.