د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په خپله ایکس پاڼه لیکلي، کوم احکام چې د دغه وزارت لهخوا توصیه کېږي اسلامي او دیني احکام دي.
مجاهد ویلي، د یوناما راپور جوړوونکي هڅه کوي افغانستان د غربي لیدلوري څخه وارزول شي.
بلخوا د دغه وزارت د اطلاعاتو او نشراتو رياست ریيس مولوی عبدالغفار فاروق هم د یوناما راپور بې بنسټه بللی او زیاتوي چې دا ډول راپورونه د خلکو احساسات زیانمنوي.
د یادونې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت دفتر یوناما په یوه راپور کې ویلي چې د امر بالمعروف وزارت لهخوا له بشري حقونو سرغړونې او صادرو شویو لارښونو کې ابهامات او تناقضات، په خصوصي حریم کې د خلکو د فعالیتونو محدوونکي کارونه او د نااټکل شویو لارښونو شدت د خلکو تر منځ وېره زیاته کړې او ژوند یې ور اغېزمن کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې یاد وزارت په وار وار ویلي چې ددوی هدف په ټولنه کې د اصلاح را منځتع کول او خلک نیکو کارونو ته را بلل دی.