ads

په بلخ کې د هوا په ګرمېدو سره د اورلګېدنې پېښې زیاتې شوې دي

د بلخ ولایت ځايي مسوولین خبر ورکوي چې د دغه ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د هوا په ګرمېدو سره د اورلګېدنې پېښې زیاتې شوې دي.

نویسنده: Azizi
20 چنګاښ 1403
په بلخ کې د هوا په ګرمېدو سره د اورلګېدنې پېښې زیاتې شوې دي

د بلخ ولایت ځايي مسوولین خبر ورکوي چې د دغه ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د هوا په ګرمېدو سره د اورلګېدنې پېښې زیاتې شوې دي.

 د یاد ولایت امنیې قوماندانۍ پېښو ته د رسېدو او اطفائیې مدیر عبدالمؤمن فیاض وايي چې د روان ۱۴۰۳ کال په لومړیو ۳ میاشتو کې د اورلګېدنې ۴۰ پېښې رامنځته شوې چې له کبله یې خلکو ته نږدې دوه میلیونه افغانۍ مالي زیان اوښتی دی او په همدې موده کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت توکي ژغورل شوي دي.

« د روان له پیله تر اوسه پورې په مزارشریف ښار کې د اورلګېدنې ۴۰ پېښې رامنځته شوي دي، چې دوه میلیونه زیان یې له ځانه سره درلوده او څه باندې پنځه میلیونه توکي زموږ د پرسونل له خوا ژغورل شوي دي.»

نوموړی زیاتوي چې هر کال د اوړي موسم په ګرمه هوا کې د اورلګېدنې پېښې زیاتېږي، چې په خبره یې ډېر کله یې لامل د برېښنا شارټي وي.

په ورته وخت کې د دغه مدیریت کارکوونکي هم په مزارشریف ښار کې د اورلګېدنو لامل په دغه ښار کې د تودوخې لوړه درجه او د خلکو بې ‌احتیاطي بولي.

د بلخ اطفائیې کارکوونکی شامحمد وایي، چې د مدیریت کاري غړي ۲۴ ساعته د خلکو په خدمت کې دي او له خلکو غواړي، چې د دا ډول پېښو رامنځته کېدو په صورت کې دې، په بېړنۍ توګه د ۱۰۱ شمېرې له لارې د اطفایې ټیم ته خبر ورکړي.

«هوا ډېره توده ده، د برېښنا استفاده چې ډېره شي، خامخا شارټي رامنځته کېږي، یا هم ګازډبې د ډېرې ګرمېدو له امله چوي؛ ځکه پېښې ډېرې شوې خو خلک باید له احتیاطه کار واخلي؛ ځکه ډېری وخت اورلګېدنې د خلکو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.»

بلخوا د مزارشریف ښار اوسېدونکي د اطفایې له خدماتو خوښي څرګندوي؛ خو زیاتوي چې خلک له برېښنا او ګاز څخه په سمه توګه استفاده نه کوي، چې له امله یې اورلګېدنې پېښې رامنځته کېږي.

د مزارشریف ښار دوه تنه اوسېدونکي محمد صابر او دادالله وایي، ډېری خلک د برېښنا په صندوقونو او یا هم کور کې په خپل سر د برېښنا پر مزو او وسایلو کې لاسوهنه کوي چې له امله یې یادې پېښې رامنځته کېږي.

« په مزارشریف ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې او خلک هم له برېښنا او د ګازډبې له بالونو څخه په سمه توګه ګټه نه اخلي او همدا لامل دی، چې هره ورځ اورلګېدنه رامنځته کېږي. له خلکو څخه زموږ غوښتنه دا ده، چې د اور رامنځته کېدو پر وخت دې له اطفائیې سره اړیکه ونیسي، ترڅو اور پر وخت مهار کړي.»

« دوه علتونه دي، چې د برېښنا شارټي ده او بل د ګازډبې د چاودنې له امله زیاتره وخت اورلګېدنه رامنځته کېږي. د بلخ اطفائیې مدیریت پرسونل څخه غواړو، چې ددغه ډول پېښو مخنیوی دې پر وخت وکړي، ترڅو خلکو ته زیان وانه وړي. هوا ګرمه ده، د برق او ګاز مصرف زیات دی او د خلکو د بې احتیاطۍ له امله دغه پېښې کېږي.»

د بلخ ولایت د اطفائیې مدیریت د مالوماتو له مخې، په تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د اورلګېدنې ۱۰۰ پېښې رامنځته شوي، چې له امله یې خلکو ته د ۹  میلیونه افغانیو په ارزښت زیان اوښتی دی او په همدې موده کې د اور وژنې ډلې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د خلکو توکي مال له سوځېدو ژغورل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA