ads

په هېواد کې له سېلاب ځپلو سره د دوامداره مرستو غوښتنه

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، چې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له کبله نژدې ۴۰زره کسان زیانمن شوي دي.

نویسنده: Azizi
16 چنګاښ 1403
په هېواد کې له سېلاب ځپلو سره د دوامداره مرستو غوښتنه

یادې ادارې په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې سېلابونو ډېر زیان کورونو، کرنیزو محصولاتو او څارویو ته رسولی دی.
اوچا وایي چې له سیلاب ځپلو سره مرستې باید دوامداره او بنسټیزې وي او زیاتوي چې په دې برخه کې لا هم مرستو ته اړتیا ده .
د یادونې ده چې تر دې وړاندې د اوبو او انرژۍ وزارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي وو چې د شنبې او یکشنبې په ورځو د کابل او هلمند د سیندیزو حوزو په ګډون د هېواد په ځینو سیمو کې د تېزو بارانونو له کبله د سېلابونو د راوتلو اټکل شته.
د دې سیندونو پر غاړو د پرتو سیمو له خلکو غوښتنه شوې چې د سیندونو پر غاړو له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA