یادې ادارې په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې سېلابونو ډېر زیان کورونو، کرنیزو محصولاتو او څارویو ته رسولی دی.
اوچا وایي چې له سیلاب ځپلو سره مرستې باید دوامداره او بنسټیزې وي او زیاتوي چې په دې برخه کې لا هم مرستو ته اړتیا ده .
د یادونې ده چې تر دې وړاندې د اوبو او انرژۍ وزارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي وو چې د شنبې او یکشنبې په ورځو د کابل او هلمند د سیندیزو حوزو په ګډون د هېواد په ځینو سیمو کې د تېزو بارانونو له کبله د سېلابونو د راوتلو اټکل شته.
د دې سیندونو پر غاړو د پرتو سیمو له خلکو غوښتنه شوې چې د سیندونو پر غاړو له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.