اسامه حمدان فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي چې ممکن دغه ځواب نن دوی ته ورسېږي چې ورسره په غزه کې جګړه ودرول شي او د یرغمل شویو خلاصون ته زمینه برابره شي.
بلخوا اسراییلي پلاوی چې مشري یې د استخباراتي ادارې مشر ډېوېډ برنیا کوي، په دوحه کې له قطري منځګړو سره خبرې کړې دي.
د حماس لوړرتبه چارواکي اسامه حمدان ویلي، د حماس پوځي څانګه لا هم په ښه وضعیت کې ده او د اسراییلي ځواکونو په وړاندې د جګړې توان لري.
په غزه کې د روغتیا وزارت وایي چې د اسراییلو په بریدونو کې تر اوسه څه باندې ۳۷ زره فلسطینیان وژل شوي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.