له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، دغه اصلاحي سیمینار چې په هرو دوو میاشتو کې یو ځل د دغه وزارت د رهبرۍ لخوا جوړيږي، له خلکو سره د محتسبینو د ښه چلند په اړه پکې بحث او خبرې کېږي.
خبر پاڼه زیاتوي چې په دې سیمینار کې د ټولنې د لاښې رهبرۍ او د منکراتو د مخنیوي په هدف اړونده مسولینو ته لار ښوونه کېږي چې له خلکو سره په نرمه ژبه چلند وکړي.
په دې سیمینار کې د محتسبینو د علمي ظرفیت لوړول او هغوی ته د کارونو د ښه تر سره کېدو په اړه هم لازم هدایات ورکول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم دیاد وزارت مسولینو له خپلو محتسبینو غوښتي چې له خلکو سره نرم او ښه چلند وکړي.