ads

د کونړ په یوشمیر سېمو کې خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د کونړ قارغانو دره چې نیږدې ۲۰۰ کورنۍ پکې ژوند کوي اوسېدونکي یې د څښاک پاکو اوبو له جدي ستونزې سره مخ دي.

نصرت الله بابکرخېل
14 چنګاښ 1403
د کونړ په یوشمیر سېمو کې خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د قارغان غرنۍ دره، چې له مرکز اسد اباد څخه ۱۲ کیلو متره لرې پرته ده او نېږدې ۲ سوه کورنۍ پکې میشتې دي اوسېدونکي یې دغلته د څښاک پاکو اوبو د نشتون له جدي ستونزې سره مخ دي. ځای اوسېدونکي وايي روانې اوچکالۍ دوي سخت ځپلي .
د دوي په وینا د اړتیا وړ اوبو ترلاسه کولو لپاره اړ دي چې نېږدې پینځه کیلو متر تر پلي تګ وروسته له څاګانو اوبه راوړي .
د سيمې اوسېدونکي اسرار الدین او امین الله کلید ته په خبرو کې وويل:
« موږ د اوبو له ستونزې سره ډېر مخ یو، زموږ فصلونه، باغونه او څاګانې وچې شوې »
« زموږ ماشومان ۵ کیلومتره لرې ساحې نه په حیواناتو باندې اوبه راوړي، هغه څاه هم اوس په وچېدو ده موږ دولت نه غواړو چې موږ سره همکاري وکړي او د څاه ګانو غمه وکړي»
بل لورته مسؤولین یاده ستونزه مني او د ژر حل کېدو ډاډ یې ور کوي.
د کونړ دکلیو او بیا رغونې ریاست رییس شمس الرحمن سیلاب وايي د خلکو یادې ستونزې یې د دولت ترڅنګ له موسساتو سره هم شريکې کړي.
نوموړي هیله څرګنده کړه، چې یادې ستونزې ته به ډېر ژر رسیدنه وشي.
« موږ دا ستونزې دولت سره هم شریکه کړې ده او موسساتو سره هم انشا الله هیله شته، چې دېر ژر به پرې کار پیل شي او دا ستونزه به حل شي.»
روانې وچکالۍ د قارغان درې ترڅنګ د کونړ په یو شمېر نور سيمو کې هم خلک له سخت کړاو سره مخ کړي، چې ان د څښلو لپاره هم پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA