په دې غونډه کې چې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړه شوې، د سیمې امنیت او ثبات یې د اجنډا په سر کې دي، خو له مخدر موادو سره د مبارزې پر مسئله هم خبرې کېږي.
یاده سرمشریزه پرون په قزاقستان کې د چین او روسیې ولسمشر انو لخوا پرانیستل شوه چې نن یې دوهمه او وروستۍ ورځ ده.
د شانګهای سازمان غونډه داسې مهال جوړيږي چې نژدې درې میاشتې مخکې داعش ډلې مسکو ته څېرمه پر یوه سالون د برید پر مهال ۱۴۴ کسان ووژل او د دې سازمان په بل غړي هېواد، ایران کې یې د جنورۍ په درېیمه د چاودنو په ترڅ کې تر ۱۰۰ ډېر کسان ووژل.
د شانګهای د همکارۍ سازمان د ۲۰۰۱م کال په جون میاشت کې د چین په شانګهای کې تاسیس شو، په پیل کې یې چین، قزاقستان، قرغزستان، روسیه، تاجکستان او ازبکستان غړي وو، اوس دا سازمان نهه غړي لري چې هند، ایران او پاکستان یې هم غړیتوب ترلاسه کړی او د دوی ترڅنګ افغانستان، بیلاروس او منګولیا یې څارونکي غړي دي