ads

د افغانستان پر تازه مېوو او سبزیو د پاکستان لخوا دګمرکي تعرفې لس برابره لوړېدل

په افغانستان کې د تازه مېوو د موسم له رارسېدلو سره سم، د پاکستان حکومت د افغانستان پر تازه مېوو او سبزیو ګمرکي تعرفه لس برابره لوړه کړې ده.

نویسنده: Azizi
14 چنګاښ 1403
د افغانستان پر تازه مېوو او سبزیو د پاکستان لخوا دګمرکي تعرفې لس برابره لوړېدل

د دغه هېواد د عوایدو ادارې د یوې خبرپانې په خپرولو سر ویلي چې د افغانستان په تازه مېوو او سبزیو د ګمرکي تعرفې لوړ والى د روان کال د جولای له لومړۍ نېټې وروسته د عملي کېدو وړ دى.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې هم منلې چې د افغانستان پر مېوو او سبزیو ګمرکي تعرفه د پخوا په پرتله لس برابره لوړه شوې ده.
دغه راز د نورو مېوو او سبزیو تعرفو کې هم د پام وړ لوړوالى راغلى دی.
د یادونې ده چې يو شمېر پاکستاني سوداګرو بیا د تورخم پر پوله د تعرفې د لوړېدو په غبرګون کې لاريون کړى.
دوی خبرداری ورکړى چې که دا پرېکړه لغوه نه‌شي، نو په ټول پاکستان کې به لاريونونه وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA