د باختر خبري اژانس د راپور له مخې نورالدین عزیزي د ازبکستان د صدراعظم له مرستیال جمشید خواجه یف سره د تجارتي، ټرانزیټي، د افغانستان د رېل پټلۍ او د ازبکستان له سرخان سیمې تر پلخمري پورې د برښنا د لېږد په تړاو خبرې وکړې.
د یادونې ده چې تېره سه شنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت یو پلاوی ازبکستان لاړ او هلته یې له چارواکو سره پر دوه اخیزه سوداګریزو اړیکو خبرې کړي .
هېره دې نه وي چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته ، د ازبکستان او افغانستان تر منځ اړیکې ښې شوې دي.