یاد سازمان په خپل راپور کې ویلي چې دغه دوه کسان، عليالله بخش او افضلالله بخش نومېدل چې د یکشنبې په ورځ د شیراز په عادل آباد زندان کې اعدام شوي.
علي او افضل سره نږدې خپلوان بلل شوي او درې کاله وړاندې د مخدره موادو اړوند جرمونو په تړاو بندیان شوي وو.
ایران یو له هغو هېوادونو دی چې د اعدامونو کچه پهکې لوړه ده او له همدې امله د بشري حقونو د ډلو له خوا پرې نیوکې کېږي.
د یادونې ده چې اسلامي امارت تېر کال ویلي وو ، په ایران کې اوه زره افغانان بندیان دي، خو دا نه ده څرګنده، چې څومره یې په اعدام محکوم شوي دي.