ads

د روسیې لخوا له ممنوعه لست څخه د اسلامي امارت د ایستلو هڅې

په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي تایید کړه چې مسکو د اسلامي امارت پر وړاندې د بندیزونو د لیرې کولو په لټه کې دی.

نویسنده: Azizi
13 چنګاښ 1403
د روسیې لخوا له ممنوعه لست څخه د اسلامي امارت د ایستلو هڅې

د روسیې دایمي استازي واسیلي نبنزیا ویلي چې طالبان د افغانستان اوسني چارواکي دي او زیاتوي په دې اړه چې روسیه پر هغوی د بندیزونو له لست څخه د هغوی د نومونو له پاکولو تر څه حده لیرې ده، په قطعي توګه څه نه شي ویلی.
د روسیې انترفاکس خبري اژانس شاوخوا یوه میاشت وړاندې د روسیې د ولسمشر ولاديمیر پوتین په حواله ویلي وو، چې له اسلامي امارت سره د اړیکو تامینېدو ته اړتیا ده او روسیه له دوی سره د تعامل په حال کې ده او غواړي چې دا اړیکې یې دوام ومومي.
د روسیې ټاس خبري اژانس هم راپور ورکړی و چې روسیه له ممنوعه لست څخه د اسلامي امارت د لیرې کولو په هڅه کې ده چې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA