ads

په سرګردان چوک کې، په ډوډۍ پسې سرګردان ماشومان

په دې وروستیو کې یو ځل بیا د خوست زیات شمېر کوچني ماشومان د ښار په بېلابېلو برخو کې تر سترګو کېږي، چې بېلابېل کاروبارونه کوي.

بصیریاد
13 چنګاښ 1403
په سرګردان چوک کې، په ډوډۍ پسې سرګردان ماشومان

د خوست ښار مرکزي سرګردان چوک کې د ښار د نورو برخو په پرتله ګڼه ګوڼه زیاته وي او یو شمېر کوچني ماشومان هم د نفقې پیدا کولو په خاطر هره ورځ دلته بېلابېل خوراکي او غیر خوراکي توکي خرڅوي.
بخت الله چې شاوخوا لس کلن دی، د ښار په مرکزي چوک کې یې کوچنی مېز ایښی او د مېز پر سر یې د چکنۍ کڅوړې او د شربت د بېلابېلو ذایقو پوړۍ ایښې او په دې تمه دی چې تر ماښامه یې وپلوري.
وړوکی بخت الله وايي، ټوله ورځ په چوک کې د کورنۍ د ساتنې او پالنې په هدف ستړې او ستومانه تېروي:
«چکني او پوړۍ خرڅوم، پنځوس یا سل افغانۍ ګټم. مستې، ویلنی او مرچ په کې اچوو، هر څه کور ته پرې وړم. یو ورور مې ماسکونه خرڅوي او پلار مې لاسي ګاډۍ چلوي.»
یوازې د خوست نه، بلکې د یو شمېر نورو ولایتونو کورنۍ هم، چې دلته راکډه شوې، کم عمره ماشومان یې په ښار کې بېلا بېل کاروبارونه کوي.
په همدې (سرګردان) چوک کې د کونړ اوسېدونکی رفیق الله چې په لاسونو کې یې سمبوسه نیولې او د ګرمو غوړیو ډک لوښي ته یې د پخولو لپاره ور اچوي وايي، پخوا په مرکزي چوک کې کاروبار ښه و، خو اوس هغه ډول ښه نه دی.
د رفیق الله لاسونه په اوړو خړ شوي او هیله لري چې د سمبوسو له خرڅلاو سره به د کورنۍ ټولې اړتیاوې پوره کړي:
«دلته راغلی یم، خپلې غریبۍ ته دا سمبوسې پخوو او خرڅوو یې، ګوزاره کوي داسې خاص خوند یې نه شته. دا خوست ولایت لږ ښه دی، بیروبار زیات دی، خو سوداګانې نه شته، خلک له ستونزو سره مخ دي.»
له رفیق الله سره تر خبرو وروسته د یو بل کوچني هوټل مخې ته ولاړم، چېرې چې یو کم عمره کس د پخلي په لویو لوښو کې کباب او نور بېلابېل خواړه تیاروي.
دا کس طالب نومېږي، دی چې د غوړیو په منځ کې جوړ چپلي کباب د پخولو په هدف یو خوا بل خوا اړوي، وايي چې د عادي ورځو په پرتله یې کاروبار ښه شوی دی:
«کاروبار ماشاءالله ښه روان دی؛ کباب، ینه بېنډۍ او وریژي پخوو، شکر الحمدالله کورنۍ هم ساتو د دوکان کرایه هم پرې کوو، د هر څه مصارف کېږي او هر څه کېږي.»
د کابل اوسیدونکی کارنېل هم په کم عمر کې خوست ته راغلی او په ښار کې څو ډوله اچار او تروې خرڅوي.
کارنېل له ورایه وړوکی ښکاري، خو هیلې یې لویې دي او وايي چې د کورنۍ د ساتنې او پالنې لپاره هڅه کوي چې خپل کاروبار لا پراخ کړي:
«اچار دي، مربا ده او رقم رقم نور، دا قطیو کې سوني حلوا ده، دا مو کاروبار دی، نه دا مو خپله نه دي جوړ کړي. له کابل مو راوړي دي، کاروبار ښه روان دی. د ورځې له څلورو نیولي تر پنځو زرو پورې سودا کوو، ځکه ښه شی دی او خلک یې زیات خوښوي.»
په سرګردان مرکزي چوک کې د سیداجان په نوم یو بل هلک په بیړه بیړه پیراکي (بولاني) پخوي څو مشتریان یې د زیات انتطار له کبله ستړي نه شي.
سیداجان چې له ما سره خبرې هم کوي او ژر ژر د اوړو په منځ کې الوګان او ګندنه ګډوي او بیا یې ګرمو غوړیو ته اچوي وايي، اړ دی چې د کورنۍ مصارفو د پوره کولو لپاره په ځان سختۍ تېرې کړي: «په خوست ولایت کې اوس پیراکي پخومه، الحمدالله ګوزاره کوي د کور مصارف پوره کوي او کار پرې کېږي.»
ماشومان په دې عمر کې حق لري، چې زده کړې وکړي او خپل ارزښتناک وخت د ښوونځي او نورو زده کړو ترڅنګ د لوبو او تفریح لپاره ځانګړی کړي، خو زموږ هېواد کې د بېلابېلو اقتصادي ستونزو له کبله ډېر ماشومان اړ وي چې خپل دغه ارزښتناک وخت د کورنۍ نفقې او یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو ته ځانګړی کړی او له زده کړو بې برخې شي.
خو مسؤولې ادارې او کورنۍ دا مسؤولیت هم لري، چې داسې ماشومانو ته د کار ترڅنګ د زده کړو زمینې هم برابرې کړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وايي، د یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو لپاره یې په کابل او ټولو ولایتونو کې روزنتونونه فعال کړي چې د ماشومانو ساتنه، پالنه او زده‌کړې په کې ورکول کېږي.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، ماشومانو ته مختلفې روزنیزې او حرفوي زده‌کړې هم ورکول کېږي، څو دوی په راتلونکي کې د خپلو وړتیاوو پر اساس د کار په بازار کې د خپل عمر سره سم کار پیدا کړي:
«د یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو لپاره مو په مرکز کابل او ټولو ولایتونو کې روزنتونونه فعال کړي چې، په دغو رزونتونونو کې د یادو ماشومانو ساتنه، پالنه او همدارنګه د دوی تعلیم او تربیې ته خاصه پاملرنه کېږي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه دا ده چې، هغه ماشومان چې په کوڅو او واټونو کې په شاقه کارونو بوخت دي د دوی ستونزو ته رسیدنه وکړي.»
د پوهنتون استاد او د اقتصادي چارو کارپوه شرف الدین عظیمي وايي، حکومت مسؤولیت لري چې د خلکو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره په مختلفو پروګرامونو کار وکړي.
نوموړي زیاته کړه، که حکومت په هره برخه کې بېلابېلې پروژې پلې کړي او ترڅنګ یې د خصوصي سکټور ملاتړ وکړي، کاروبارونو ته پراختیا ورکړي او د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره بهرني پانګوال پانګونې ته وهڅول شي؛ دا ستونزې ورسره کمیدای شي:
«ترټولو مهم له نړۍ سره تعامل دی، که موږ نړیوال تعاملات ولرو، زموږ داخلي پانګوال او همدا ډول هغه پانګوال چې موږ جذب کړي، هغه نور هم تشویق کېږي. خپلو کاروبارونو ته پراختیا ورکوي، په نورو برخو کې سرمایه ګذاري کوي دا ټول لاملونه باعث د دې کېږي چې، په هېواد کې د بې کارۍ کچه ډېرې ټيټې کچې ته راشي.»
نه یوازې خوست، بلکې د کابل په ګډون تقربیاً ټولو ولایتونو کې ماشومان په بېلا بېلو درنو او سپکو کارونو بوخت دي او د کمزوري اقتصادي وضعیت له کبله اړ وي چې د خپل ماشومتون خوږ او ګرانبیه وخت د کورنیو اړتیاوو په پوره کولو تېر کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA