د اسلامي امارت ویاند او د دوحې په غونډه کې د ګډون کوونکي پلاوي مشر ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان پیغامونه ټولو ګډونوالو هېوادونو ته ورسیدل.
نوموړي ویلي د افغانستان له خصوصي سکتور سره د همکارۍ ، مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې او بدیل معیشت په برخه کې د هېوادونو همکارۍ ته ضرورت لري چې اکثره هېوادونو په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې.
په سولې اوسیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزماري ديکارلو چې د دې ناستې مشري یې کوله، په خبري کنفرانس کې وویل، هیلهمنه ده چې له اسلامي امارت سره د ترسره شويو خبرو او تعامل له لارې به د حکومتولۍ په برخه کې پرمختګونو راشي.
نوموړې وویل چې په لومړي ځل د دې فرصت برابر شو چې نړیواله ټولنه او د افغانستان واکمن چارواکي په دومره تفصیل سره خبرې اترې وکړي.
د یادونې ده چې په دې دوه ورځنۍ ناسته کې د شاوخوا ۲۵ هېوادونو او پنځو نړیوالو سازمانونو استازو د اسلامي امارت له پلاوي سره د رسنیو له حضور پرته خبرې وکړې.