ads

د پاکستان د پخواني صدراعظم پر بندي کېدو د ملګرو ملتونو سختې نیوکې

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې خپلواکې ډلې له قید او شرط پرته د پاکستان د مخکني صدراعظم عمران خان د خوشې کیدو غوښتنه کړې، یادې ډلې د عمران خان نیول خپلسري او له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه بللې.

نویسنده: Azizi
12 چنګاښ 1403
د پاکستان د پخواني صدراعظم پر بندي کېدو د ملګرو ملتونو سختې نیوکې

د خپلسرې نیونې کاري ډله چې مرکز یې په ژنیو کې دی او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته راپور ورکوي پخپل راپور کې ویلي چې پاکستاني چارواکي د عمران خان بندي کیدو لپاره هیڅ قانوني اساس نلري.
د پنځو غړیو دې کاري ډلې ویلي چې د پاکستان د مخکني صدراعظم په زنداني کیدو کې د بشري حقونو نړیوالو اعلامیو او د مدني او سیاسي حقونو نړیوالو کنوانیسیونونو لږ تر لږه لسګونه مادو څخه سرغړاونې شوې ده.
عمران خان د ۲۰۲۳ کال د اګست په میاشت کې د فساد په یوې قضیې کې مجرم وبلل شو او په دریو کالونو بند تیرولو محکوم شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA