ads

ازبکستان ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت او خصوصي سکتور د ګډ پلاوي سفر

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د سرپرست وزیر نورالدين عزيزي په مشرۍ د دولتي او خصوصي سکتور ګډ پلاوی ازبکستان ته ولاړ .

نویسنده: Azizi
12 چنګاښ 1403
ازبکستان ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت او خصوصي سکتور د ګډ پلاوي سفر

یاد وزارت په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په دغه پلاوي کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي او د اړوندو ادارو او خصوصي سکتور استازي حضور لري.
ټاکل شوې چې ياد پلاوی په تاشکند ښار کې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو د څلور ورځني نندارتون پرانیسته او د «تجارتي تواصل» په کنفرانس کې ګډون وکړي.
ويل کېږي چې په ياد نندارتون کې د افغانستان ۲۵۰ سوداګر او صنعت‌کاران خپل محصولات او توليدات لکه غالۍ، لاسي صنايع، او وچې ميوې هم نندارې ته وړاندې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان او ازبکستان په سوداګریزو اړیکو کې پراختیا راغلې .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA