ads

په کابل ښار کې د برېښنا پارچاوۍ له ډېرېدو د ښاریانو شکایت

د کابل یو شمېر اوسېدونکي د برېښنا له پرچاوۍ شکایت  کوي او وايي چې له ستختو ستونزو سره یې مخ کړي دي.

نویسنده: Azizi
11 چنګاښ 1403
په کابل ښار کې د برېښنا پارچاوۍ له ډېرېدو د ښاریانو شکایت

د کابل یو شمېر اوسېدونکي د برېښنا له پرچاوۍ شکایت  کوي او وايي چې له ستختو ستونزو سره یې مخ کړي دي.

دوی له اسلامي امارت څخه غواړي چې د یادې ستونزې د حل لپاره بنسټیزې هڅې وکړي تر څو  د زیاتې پرچاوۍ مخه ونیول شي.

د کابل اوسېدونکی انجنیر ویس الدین چې د برېښنايي وسایلو هټۍ لري وايي، که برېښنا نه وي، کار ېې په ټپه ولاړ وي.

نوموړی وايي، له دوکان پرته په کور کې هم د برېښنا پرچاوۍ له کبله له ورته ستونزو سره مخ وي او له حکومت څخه غواړي چې یاده ستونزه حل کړي.

«پرچاوي زیاته ده، نه یې په تګ پوهېږو او نه یې په راتګ، خو نه پوهېږم چې ستونزه چېرته ده. زموږ ۹۰ فیصده کار برېښنا پورې اړه لري، که برېښنا نه وي، کار مو په ټپه ولاړ وي. غوښتنه مو دا ده چې برېښنا ته باید جدي پام وشي او ستونزه یې حل کړي.»

د کابل ښار بل اوسېدونکی سید حامد هم له ورته ستونزو سره مخ دی او له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د برېښنا د ښه کېدو لپاره اساسي ګامونه واخلي او د برېښنا بندونو پر جوړېدو کار وکړي.

«د برېښنا پرچاوي د پخوا په پرتله ډېره شوې، هغه ځکه چې پخوا به یې د تګ او راتګ وخت معلوم و، خو اوس یې وخت نه دی معلوم هر کله چې یې زړه وي ځي او بېرته راځي.»

بل لور ته د افغانستان برېښنا شرکت مسؤولین هم د پرچاوۍ ستونزه مني او وايي تر څو چې د پرچاوۍ لپاره دایمي حللاره پیدا نه شي د کابل په ګډون نورو ولایتونو کې به دا ستونزه موجوده وي.

د یاد شرکت عملیاتي مرستیال انجنیر صفي الله وايي، برېښنا شرکت راتلونکي کې د پرچاوۍ ستونزو د حل په موخه یو شمېر حیاتي پروژې چې ظرفیت یې زر میګاواټو ته رسېږي، پیل کړې او په بشېړېدو سره به یې کابل کې د پرچاوۍ ستونزه حل شي.

«موږ همداسې نه کېنو او خپلو هڅو ته به دوام ورکوو تر څو وتوانېږو د برېښنا دوهم سرکټ چې له پلخمري  تر کابل غزېدلی هغه هم وصل کړو چې اوس مهال کار پرې روان دی او مثبته پایله مو تر لاسه کړې. د افغانستان برېښنا شرکت د کابل په ګډون نورو ولایتونو کې د برېښنا پرچاوۍ د ستونزو د حل په موخه هڅې کوي تر څو د حل لاره ورته ولټوي.»

نوموړی وايي، چې په شته برېښنا کې یې هم د سپما ځینې لارې چارې سنجولي، چې په عملي کیدو سره به یې د استوګنې سیمو ته د برېښنا کچه ډېره شي:

«موږ صنعتي پارکونو ۲۴ ساعته برېښنا ورکوله، خو له نن څخه وروسته هڅه کوو هغوی ته ۱۸ ساعته برېښنا ورکوو او هغه شپږ ساعته برېښنا چې پاتې کېږي کورونو او نورو پېرودونکو ته ورکړو.»

د یادولو ده، چې هر کال د ژمي او اوړي په ډېرو سړو او ډېرو ګرمو شپو ورځو کې د برېښنا پرچاوي ډېرېږیي، اوس هم چې د اوړي ورځې په ګرمیدو دي، ورسره کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د برېښنا پرچاوۍ خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او له حکومت څخه یې د اساسي حل غوښتنه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA