ads

په تېرو دوو اوونیو کې د کانګو ناروغۍ له کبله د ۲۵ کسانو مړینه

د عامې روغتیا وزارت مسؤولین وايي، د ۲۰۲۴م کال له پیله یې د کانګو ناروغۍ ۴۴۸ مثبتې پېښې ثبت کړې، چې د تېر کال په پرتله په کې کمښت راغلی، خو د وروستۍ یوې میاشتې پېښو شمېر بیا اندیښمنوونکی دی.

نویسنده: Azizi
11 چنګاښ 1403
په تېرو دوو اوونیو کې د کانګو ناروغۍ له کبله د ۲۵ کسانو مړینه

د عامې روغتیا وزارت مسؤولین وايي، د ۲۰۲۴م کال له پیله یې د کانګو ناروغۍ ۴۴۸ مثبتې پېښې ثبت کړې، چې د تېر کال په پرتله په کې کمښت راغلی، خو د وروستۍ یوې میاشتې پېښو شمېر بیا اندیښمنوونکی دی.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د تېر کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په هېواد کې د کانګو ناروغۍ ۴۹۲ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

د یاد وزارت ویاند شرافت زمان وايي، چې له لوی اختر څخه مخکې په هېواد کې د کانګو ۸۴ مثبتې پېښې ثبت شوې، خو له اختر وروسته دا شمېر شاوخوا ۲۶۵ مثبتو پېښو ته لوړ شوی دی.

نوموړي په ټول هېواد کې د انتاني ناروغیو د درملنې په برخه کې هېوادوالو ته د هر ډول اسانتیاوو د شتون ډاډ ورکوي:

«د لوی اختر څخه وړاندې په مې میاشت کې په ټول هېواد کې د کانګو ناروغۍ ۸۴ مثبتې پېښې ثبت شوې، خو له اختر وروسته په جون میاشت بیا دا پېښې شاوخوا ۲۶۵ ته رسېدلي چې څلور برابره زیاتوالی ښيي. د عامې روغتیا وزارت له لوري په ټولو هغو روغتیايي مرکزونو کې چې د انتاني ناروغیو درملنه په کې کېږي پوره امکانات چمتو شوي دي.»

بلخوا د انتاني ملي روغتون متخصص ډاکټر سید رحیم سادات هم وايي، چې له لوی اختر وروسته یې په دې روغتون کې د کانګو ۱۸۰ مثبتې پېښې ثبت کړې چې ۲۵ کسان یې له کبله مړه شوي هم دي.

نوموړی له هغو کسانو چې له څارویو سره تماس لري غواړي چې د تماس پر وخت له مخصوصو جامو، ماسک او دستکشو څخه ګټه واخلي، ترڅو پر دې ناروغۍ اخته نه شي:

«له اختره تر دې دمه انتاني روغتون ته د کانګو ۱۸۰ تنه ناروغانو مراجعه کړې چې له دې ډلې ۲۵ کسان مړه شوي دي. څوک چې له څارویو سره سروکار لري یا قصابان دي باید دستکشې استعمال کړي او خپل ځانونه وخت نا وخت معاینه کړي ترڅو پر دې ناروغۍ اخته نه شي.»

مروه چې د کورنۍ یو غړی یې پر دې ناروغۍ اخته دی داسې وايي:

«یوه اوونۍ کېږي چې د کاکا زوی مې پر کانګو ناروغۍ اخته دی، چې تبه، ځان دردي، سردردي او له پوزې څخه یې وینه بهېږي اوس تر درملنې لاندې دی. له هېوادوالو هم غواړم چې روغتیايي لارښوونې په نظر کې ولري ترڅو پر دې ناروغۍ اخته نه شي.»

 د یادونې وړ ده چې کانګو یو ډول ساري ناروغي ده چې له څارویو څخه د یو ډول حشرې یا (کنې) په واسطه انسانانو ته لېږدول کېږي چې تبه، سردرد، ستوني درد او خپګان یې له ځینو مهمو نښو څخه دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA