ads

د دوحې په غونډه کې د افغانستان له خصوصي سکتور ملاتړ او د بندیزونو لرې کول

د اسلامي امارت چارواکي وایي، د قطر په دوحه کې د غونډې دویم پړاو هم په ښه بڼه روان دی او ګڼ شمېر هېوادونو د افغانستان له خصوصي سکټور ملاتړ وکړ.

نویسنده: Azizi
11 چنګاښ 1403
د دوحې په غونډه کې د افغانستان له خصوصي سکتور ملاتړ او د بندیزونو لرې کول

د اسلامي امارت چارواکي وایي، د قطر په دوحه کې د غونډې دویم پړاو هم په ښه بڼه روان دی او ګڼ شمېر هېوادونو د افغانستان له خصوصي سکټور ملاتړ وکړ.

د اسلامي امارت په استازولۍ د ورغلي پلاوي‌ مشر ذبیح‌الله مجاهد وایي، ژمنه وشوه چې له بانکي او اقتصادي لارو څخه باید محدودیتونه یا بندیزونه لرې شي.

نوموړي پر خپل ایکس‌پاڼه د روسیې، چین، ایران، پاکستان، قزاقستان، ازبکستان، قرغزستان، ترکمنستان، امریکا او اسلامي همکاریو سازمان دریځونو د ستایلو وړ بللي دي.

په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو درېیمې غونډې ته د اسلامي امارت په استازولۍ د ورغلي پلاوي‌ مشر ذبیح‌الله مجاهد هم وینا کړې.

نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانانو د اقتصادي ستونزو د اساسي حل په هدف اړتیا ده چې یو اړخیز او څو اړخیز بندیزونه لري او انکشافي مرستې ترسره شي.

«زموږ په باور د دوحې اوسنۍ ناسته یو فرصت دی، چې زموږ پر مشرانو او د مالي او بانکي نظام د یو اړخیزو او څو اړخیزو بندیزونو او زموږ د ملي اقتصاد په وړاندې د ننګونو په اړه داسې مثبتې خبرې اترې ولرو چې د ستونزو د حل یوښه پيل وګرځي او افغانان هم پوه شي چې زموږ پر هیواد تحمیل شوي بندیزونه نور پای ته رسېږي.»

نوموړي همدارنګه له غونډې وروسته رسنیو ته ویلي چې مجلس ډېر ښه پر مخ ولاړ، افغانستان خپل موقف پکې بیان کړ او د ګډونوالو دریځونه هم واورېدل شول.

نوموړي زیاته کړه چې د ناستې ګډونوالو ته یې وویل، افغانستان له نړۍ سره د اړیکو پلوي دی: «هغه تشویشونه چې نړیواله ټولنه یې لري، افغانستان هڅه کوي، هغه د خپلې ټولنې د ضرورتونو لپاره رفع کړي. خو وخت غواړي. دوی باید موږ ته وخت راکړي او له افغانانو سره په دې پروسه کې مرسته وکړي.»

مجاهد دا هم وویل چې د غونډې عمومي فضا ښه وه او “ټولو هېوادونو له افغانستان سره د همکارۍ ژمنه وکړه”.‌

نوموړي زیاته کړه د امریکا متحدو ایالتونو په ګډون ټولو هېوادونو وویل چې له افغانستان سره مرسته کوي، «د هېڅ نظامي اړخ حمایت نه کوي او د نظامي برخورد طرفدار نه دي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي د سیاسي چارو او سولې برخه کې مرستیاله روزمري ډیکارلو، چې د افغانستان په اړه د دوحې د روانې درېیمې غونډې مشري کوي، د غونډې د لومړۍ ورځې له خبرو وروسته پر خپل اېکس ‘ټوېټر’ لیکلي: “د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو درېیمه ناسته ګټوره پیل شوه.»

د چارو څارونکي هم د دوحې غونډه د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو ګټوره بولي.

د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر معین ګل څمکنی وایي، یاده غونډې به له دې اړخه هم مثبتې پایلې ولري چې د اسلامي امارت چارواکي د نړۍ له مهمو هېوادونو سره مخامخ د افغانستان په اړه خبرې کوي.

«موضوع دا ده چې دغه غونډه ځکه تر ټولو مهمه ده چې د اسلامي امارت استازي په‌کې په رسمي بڼه ګډون لري. په لومړنیو غونډو کې چې د اسلامي امارت استازي نه وو، اغیزې یې کمې او یو لړ ستونزې یې لرلې.»

دا لومړی ځل دی چې د نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت ترمنځ دا ډول مخامخ غونډه کېږي.

ملګرو ملتونو ویلي چې له پخوا دوه ورځنۍ اعلان شوې غونډه به درېیمه ورځ هم دوام وکړي او په دې اضافه ورځ د افغان ښځو له ځينو استازو او یو شمېر مدني فعالانو سره ناسته پلان شوې، هغه چې د امارت چارواکي یې د دوحې ناستې رسمي برخه نه بولي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA