ads

نن د افغانستان په تړاو د دوحې درېیمه غونډه پیلېږي

افغانستان په تړاو د دوحې درېیمه غونډه نن یک‌شنبه د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب په دوحه کې پیلېږي.

نویسنده: Azizi
10 چنګاښ 1403
نن د افغانستان په تړاو د دوحې درېیمه غونډه پیلېږي

د افغانستان په تړاو د دوحې درېیمه غونډه نن یک‌شنبه د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب په دوحه کې پیلېږي.

په دې غونډه کې د شاوخوا ۳۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون کوي.

د اسلامي امارت شپږ کسیز پلاوی په دې غونډه کې د ګډون په موخه تېر ماښام قطر ته ولاړ.

د یاد پلاوي مشري د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد کوي.

مجاهد د دوحې غونډې ته تر سفر وړاندې یوه خبري کنفرانس ته ویلي چې په دې غونډه کې به ډېر تمرکز پر اقتصادي او له نشه‌يي توکو سره پر تړلو موضوعاتو وي.

ملګرو ملتونو ویلي چې دوحې ته تلونکی پلاوی به یې د غونډې پر درېیمه ورځ د مدني ټولنو له استازو سره هم وګوري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA