ads

سیاسي مرستیال: د دوحې غونډه له نړۍ سره د تعامل لپاره غوره فرصت دی

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال وایي چې د دوحې غونډه له نړۍ سره د افغانستان تعامل لپاره غوره فرصت دی.

نویسنده: Azizi
10 چنګاښ 1403

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال وایي چې د دوحې غونډه له نړۍ سره د افغانستان تعامل لپاره غوره فرصت دی.

مولوي عبدالکبیر تېره ورځ دوحې ته تر سفر وړاندې له افغان پلاوي سره په کتنه کې ویلي چې  ملګرو ملتونو د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره د یوه مسوول حکومت په توګه د اسلامي امارت شرایط منلي دي.

نوموړي دغه‌راز ویلي چې د اسلامي امارت په اړه د نړیوالو نظر بدلون کړی او دا مهال د سیمې په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره ښې اړیکې لري.

سیاسي مرستیال ټینګار کړی چې اسلامي امارت له نړۍ سره د متقابل درناوي په پام کې نيولو سره د ښه تعامل غوښتونکی دی.

ورته مهال په کتنه کې د یاد پلاوي مشر ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د دوحې په درېیمه غونډه کې به د اسلامي امارت له شرایطو او اجنډا سره سم ګډون وکړي.

د یادونې ده چې د اسلامي امارت پلاوی تېر ماښام د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره قطر ته ولاړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA