د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د روانې چنګاښ میاشتې په ۱۲مه نېټه په ازبکستان کې د افغاني تولیداتو درې ورځنی نندارتون جوړېږي.
د یاد وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد ویلي چې یاد نندارتون د منځنۍ آسیا له هېوادونو په ځانګړې توګه له ازبکستان سره د اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا او له هېواد څخه بهر افغاني تولیداتو ته د بازار موندنې په موخه جوړېږي.
جواد زیاته کړې چې په دغه نندارتون کې به ۲۵۰ افغان سوداګر او صنعت کاران بېلابېل توکي نندارې ته وړاندې کړي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم افغاني تولیداتو ته د بازار موندنې په موخه په کور دننه او بهر نندارتونونه جوړ شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ