د افغانستان په تړاو د دوحې درېیمه غونډه نن یکشنبه د ملګرو ملتونو په کوربهتوب په دوحه کې پیلېږي.
په دې غونډه کې د شاوخوا ۳۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون کوي.
د اسلامي امارت شپږ کسیز پلاوی په دې غونډه کې د ګډون په موخه تېر ماښام قطر ته ولاړ.
د یاد پلاوي مشري د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد کوي.
مجاهد د دوحې غونډې ته تر سفر وړاندې یوه خبري کنفرانس ته ویلي چې په دې غونډه کې به ډېر تمرکز پر اقتصادي او له نشهيي توکو سره پر تړلو موضوعاتو وي.
ملګرو ملتونو ویلي چې دوحې ته تلونکی پلاوی به یې د غونډې پر درېیمه ورځ د مدني ټولنو له استازو سره هم وګوري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ