د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال وایي چې د دوحې غونډه له نړۍ سره د افغانستان تعامل لپاره غوره فرصت دی.
مولوي عبدالکبیر تېره ورځ دوحې ته تر سفر وړاندې له افغان پلاوي سره په کتنه کې ویلي چې ملګرو ملتونو د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره د یوه مسوول حکومت په توګه د اسلامي امارت شرایط منلي دي.
نوموړي دغهراز ویلي چې د اسلامي امارت په اړه د نړیوالو نظر بدلون کړی او دا مهال د سیمې په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره ښې اړیکې لري.
سیاسي مرستیال ټینګار کړی چې اسلامي امارت له نړۍ سره د متقابل درناوي په پام کې نيولو سره د ښه تعامل غوښتونکی دی.
ورته مهال په کتنه کې د یاد پلاوي مشر ذبیحالله مجاهد ویلي چې د دوحې په درېیمه غونډه کې به د اسلامي امارت له شرایطو او اجنډا سره سم ګډون وکړي.
د یادونې ده چې د اسلامي امارت پلاوی تېر ماښام د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره قطر ته ولاړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ