ads

په بلخ ولایت کې د نفت او ګازو تصفیې او استخراج ګډ کنسرسیوم جوړشو

په بلخ ولایت کې د پنځه شرکتونو ترمنځ د لومړي ځل لپاره د نفت او ګازو تصفیې او استخراج ګډ کنسرسیوم جوړ او پر فعالیت یې پیل وکړ.

احمدالله ستانکزی
9 چنګاښ 1403
په بلخ ولایت کې د نفت او ګازو تصفیې او استخراج ګډ کنسرسیوم جوړشو

په بلخ ولایت کې د لومړي ځل لپاره، د یما پټرول شرکت په مشرۍ د پنځه شرکتونو له لوري د نفتو او ګازو د تصفیه کولو کنسرسیوم یا ګډه اتحادیه جوړه او پرانیستل شوه.
د یاد کنسرسیوم غړي وایي، چې له دغه کنسرسیوم څخه یې موخه د اومه نفتو او ګازو په معیاري ډول تصفیه او د هیواد بازارونو ته په سټندرډ ډول وړاندې کول دي او په خبره یې په دې برخه کې به درې زره کسانو ته د کار زمینه هم برابر شي.
د یما پټرول شرکت او د کنسرسیوم عمومي مشر سید کریم هاشمي وایي، چې د نفتو او ګازو د تصفیې څلور فابریکې د ۸۷ میلیونه ډالرو په ارزښت جوړې او فعاله شوي او په پام کې ده، چې د ۳۲۳ میلیونه ډالرو په پانګونې سره به د نفتو او ګازو نورې فابریکې هم جوړې شي.
« ددې کنسرسیوم له جوړېدو څخه د معیاري پټرولو، ډېزل او ګازو تصفیه کول دي او دغه خلکو ته د کاري فرصتونو برابرول. اوسمهال د نفتو او ګازو د تصفیه کولو څلور فابریکې فعاله دي، چې اوه اتیا میلیونه ډالره لګښت پرې راغلی دی. ډېری برخه نفت او ګاز د سرپل ولایت د قشقري او انګوت له زېرمو څخه دي، چې استخراج او تصفیه کېږي»
په ورته وخت کې د دغه کنسرسیوم بل غړی عبدالمؤمن ضیایي وایي، چې په افغانستان کې دا مهال په ورځنۍ توګه ۱۱ ټنه نفت استخراج او تصفیه کېږي؛ خو دغه کنسرسیوم په ورځني توګه د ۴۳۰۰ ټنه نفتو د استخراج او تصفیې ظرفیت لري.
د نوموړي په خبره که اسلامي امارت د هېواد آمو سیند نفتي حوزه کې د نفتو نورې څاګانې فعاله کړي، چمتو دي چې د استخراج او تصفیې برخه کې یې نوره پانګونه هم وکړي.
« په افغانستان د نفتو او ګازو د استخراج په ورځ کې ۱۱۰۰ټنه دی او زموږ فابریکې په ورځني ډول د نفتو او ګازو د تصفیه کولو ۴۳۰۰ ټنه لري. له دولت نه غواړو، چې نورې څاګانې دې هم فعاله کړي، ترڅو د تېلو استخراج ډېر شي.»
په همدې حال د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس اسدالله اسدي د سوداګرۍ برخه کې دغه ډول هڅې د هېواد ځان بسیاينې برخه کې مهمې بولي او پر دوام یې ټینګار کوي.
نوموړی وایي، د سوداګرو دغه ډول پانګونې کولای شي، هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر کړي او هېواد کې د بیکارۍ کچه را ټيټه کړي.
« دا ډول کسنرسیومونه کولای شي، چې هېواد پر ځان بسیا کړي، د تېلو تصفیه زیاتیږي، ځکه سټنډرډ تېل تولیدوي. دا ددې لامل کېږي، چې له بهر څخه د نفتو او ګازو مخنیوی وکړي او دلته له خپل تولید څخه خلک ګټه واخلي.»
بل خوا د بلخ ولایت سیمه ییز چارواکي ټولو سوداګرو ته د همکارۍ ډاډ ورکوي او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرو ملاتړ کوي او له دوی غوښتنه کوي، ترڅو په کور دننه پانګونه وکړي.
د بلخ ولایت مقام مرستیال مولوي نورالهادي ابوادریس په دې اړه وایي، « له ټولو تاجرانو څخه غواړو، چې په هېواد کې دې پانګونه وکړي، ځکه وطن او خلک ورته اړتیا. اسلامي امارت تل ددوی ملاتړ کړي او کوي یې، ځکه تاجران د هېواد یو اقتصادي لښکر او د ملا تېر دی.»
افغان سوداګر په داسې حال کې د افغانستان د ګاز او نفتو د تصفیې او استخراج لپاره اقدام کوي، چې تر دې وړاندې ازبکستاني سوداګرو هم په افغانستان کې د نفتو د تصفیې په موخه په دغه هېواد کې د یوې فابریکې جوړیدو ته لېوالتیا ښودلې وه.
د یادونې وړ ده، چې د دغه کنسرسیوم شرکتونه څه موده وړاندې له کانونو او پټرولیم وزارت څخه د داوطلبۍ له لارې د څه باندې ٢٥ میلیونه ډالرو په ارزښت د ٦٠ زره ټنه نفتو د استخراج او تصفیې جواز ترلاسه کړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA