ads

د ملګرو ملتونو د بسپنې وجهي صندوق له لوري د مرستو دنويو پروګرامونو تصویب

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بسپنې وجهي صندوق وایي چې له اړو افغانانو سره یې د مرستو نوي پروګرامونه تصویب کړي دي.

نویسنده: Azizi
7 چنګاښ 1403
د ملګرو ملتونو د بسپنې وجهي صندوق له لوري د مرستو دنويو پروګرامونو تصویب

یاد صندوق په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د دې صندوق د رهبرۍ کمېټې د زرګونو داخلي بېځایه شویو او هېواد ته د ستنو شویو د لومړنیو اړتیاوو او هم د مخدره موادو د استعمال له امله اختلالاتو ته د رسېدو د چارو د ملاتړ لپاره پروګرامونه تصویب شوي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال او د افغانستان لپاره د بشري چارو همغږي کوونکي اندریکا راټویټ په یوه ویډیويي پیغام کې بیا ویلي چې دغه صندوق په ۲۰۲۱م کال کې د خپل تاسیس راپه‌دېخوا د پنځه میلیونه افغانانو لاسنیوی کړی.
د هغه په وینا، تراوسه له دې صندوق سره دیارلسو هېوادونو د څه باندې ۲۳۰ میلیون ډالرو مرسته کړې.
نوموړي ویلي ، د دې لپاره چې په افغانستان کې میلیونونو کسانو ته مرستې ورسوي ترڅو هغوی سولې او هوساینې ته ورسېږي او هم د ټولنو مقاومت زیات شي، دا صندوق نورو مرستو ته اړتیا لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA