ads

د امریکا د استازو جرګې وروستیو څرګندونو ته د پاکستان خبر داری

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د امریکا د استازیو جرګې پر هغه پرېکړه‌لیک انتقاد کړی چې په پاکستان کې د فبرورۍ د میاشتې په عمومي ټاکنو کې یې د بې نظمیو د ادعاوو په اړه د یوې خپلواکې څېړنې غوښتنه کړې ده.

نویسنده: Azizi
7 چنګاښ 1403
د امریکا د استازو جرګې وروستیو څرګندونو ته د پاکستان خبر داری

نوموړي د پاکستان جیونیوز ته ویلي چې د امریکا متحده ایالات حق نه لري چې د پاکستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي یا په دې اړوند کومه فیصله صادره کړي.
هغه ویلي چې دغه پرېکړه‌لیک چې د سې شنبې په ورځ تصویب شوی، هېڅ ارزښت نه لري، خو د عمران خان ګوند د هغه هرکلی کړی دی.
د دې ګوند یوه جګپوړي مشر ذوالفقار بخاري ویلي، دوی هیله‌من دي چې نور هېوادونه او مشران هم د امریکا د استازیو جرګې په لاره پل واخلي.
د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې د پاکستان ټاکنې چې په نتیجه کې یې هېڅ یو ګوند ونه توانېد چې په یوازې توګه اکثریت ترلاسه کړي، له تاوتریخوالي، د ټیلیفوني او نورو ټولنیزو شبکو د بندېدو او د پخواني زنداني صدراعظم عمران خان د ګوند له‌خوا د درغلیو له ادعاوو سره ملې وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA