ads

د ایران په زندانونو کې د افغان بندیانو د وضعیت په اړه د امریکا اندېښنه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د ماشومانو په ګډون د افغان بندیانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې .

نویسنده: Azizi
6 چنګاښ 1403
د ایران په زندانونو کې د افغان بندیانو د وضعیت په اړه د امریکا اندېښنه

یاد وزارت په خپل تازه راپور کې چې د (انساني قاچاق راپور) نوم یې ورکړی ویلي چې د ماشومانو په ګډون یو شمېر افغانان په ایران کې د توقیف پر مهال له سختو فزیکي ځورونو سره مخ شوي او د اوبو او خوړو له کمښت او نشتون سره سره د اوږدې مودې لپاره په سختو شرایطو کې ساتل شوي دي.
دغه راز ویل شوي چې نیول شوي افغانان د ایران د سرحدي پولیسو د ګولیو د ټپونو له امله له روغتیايي خدمتونو او حتی د درملنې څخه لرې ساتل شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ایراني چارواکو د ۲۰۲۳م کال تر پایه له ۳۴۵زرو ډېر افغانان نیولي او له هېواده ايستلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت یوه پلاوي ایران ته د سفر پر مهال په د غه هېواد کې د بندیانو په اړه خبرې کړې وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA